عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پاى ورسيد

Image caption امریکايي عسکر له عراقه د وتلو په حال کې

په عراق کې د پاتې ٥٥ زرو امريکايي عسکرو ډيرې برخې يې اوس دغه هيواد پريښى دى چې ورسره جوخت دغلته د امريکايي عسکرو نژدې نهه کلن پوځي عمليات په رسمي توگه پاى ته ورسيدل.

امريکايي عسکرو په ٢٠٠٣ میلادي کال کې د جورج ډبليو بوش د ولسمشرۍ پر مهال له دې کبله پر عراق يرغل وکړ چې ويل يې د صدام حسين رژيم د ډله ييزې وژنې وسلې او له القاعدې سره انډيوالي لري.

خو تر پايه پوري عراق کې دغه وسلې ونه موندل شوې.

په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په عراق کې د امریکايي عسکرو شمېره يو سلو اويا زرو ته ورسيده.

د عراق جگړه هم امريکاييانو او هم عراقيانو ته ډيره گرانه پريوته.

٤٥٠٠ امريکايي عسکر او شاوخوا ١٠٠ زره عراقيان په دغه جگړه کې ووژل شول.

ولسمشر بارک اوباما وويل د امريکاييانو قربانيو يو باثباته او خپلواک عراق رامنځته کړ.

دعراقیانو خوښي او اندیښنې

بغداد کې سوداگر احمد عبيد وايي خوښ دى چې امريکايي عسکرو صدام حسين او د هغه رژيم له منځه يووړ.

خو د عراق د ولسمشر جلال طالباني پخوانى سلاکار حيوا عثمان وايي ډيرى عراقيان د خپل راتلونکي په اړه انديښمن دي.

"زه فکر کوم ځينې هغه خلک چې د فلوجه په څير ځايونو کې ژوند کوي دامريکاييانو پر وتلو خوشاله دي. هغوى په خپلو سيمو کې له امريکايي عسکرو نه ډيرې ترخې خاطرې لري. دا د قضيې يو اړخ دی. خو بل لوري ته ګڼ عراقيان بيا د خپل راتلونکي په اړه انديښمن دي. دوى نه پوهيږي چې له دې وروسته به څه پيښيږي. ټوله سيمه به سخت وخت ولري."

دامريکا يوازي يوه دوه سوه کسيزه ډله به د سلاکارانو په بڼه او پنځلس زره نور امريکايي عسکر به په بغداد کې پاتې کيږي.

خو له دې ورآخوا به د عراق حکومت دچارو مسووليت په غاړه اخلي.

د عراق پر حکومت د خلکو ناباوري

احمد کاسب د بغداد يو اوسيدونکى چې د برېښنا يو جنراتور چلوي او هغو کورنيو ته چې برېښنا نه لري برېښنا برابروي د عراق له حکومته ناهيلي ښيي.

دى وايي له اوس نه دوه زره کاله ورآخوا به هم عراق کې کوم ښه والى رانه شي.

دى زياتوي حکومت فساد کې ډوب دى او خلکو ته هيڅ هم نه کوي. حکومت مسووليتونه په غاړه نه اخلي او خپلې دندې نه پرځاى کوي.

په واشنګټن کې اندیښنې

په واشنگټن کې هم په دې اړه انديښنې ښودل شوي چې گنې عراق يو پياوړى سياسي جوړښت نه لري او د دې جوگه نه دى چې د خپلو پولو ساتنه وکړي.

دامريکا ولسمشر اوباما تير اکتوبر کې اعلان کړى و چې د٢٠١١ کال تر پايه به ټول امريکايي عسکر له عراقه ووځي.

ورته مطالب