روسیې د امنیت شورا ته د سوریې په اړه یوه مسوده وړاندې کړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption روسیې د امنیت شورا ته د سوریې په اړه یوه مسوده وړاندې کړه

روسيې په حيرانونکي ډول د امنيت شورا غړو ته د سوريې د روان کړکيچ په تړاو د يوۀ نوي پريکړه ليک خاکه يا مسوده وړاندې کړې ده.

لويديځ هيوادونه وايي وړاندې شوې خاکه هومره پياوړې نه ده چې ورته اړتيا ليدل کيږي خو دوى په دې هکله خبرو اترو ته چمتو دي.

روسيه وايي د دوى له لوري وړاندې شوې مسوده په سوريه کې د تاوتريخوالي د ودرولو، بشري حقونو او د سمونونو د بهير د گړندي کيدو په تړاو د پخواني پريکړه ليک د مينځپانگې هر اړخ پیاوړی کوي.

اخوا لويديځوال وايي په سوريه کې د بشر ضد کړنو د غندنې په برخه کې د روسيې د وړاندې کړې مسودې ژبه بايد سخته او د بشارالاسد د حکومت پر وړاندې د عربي اتحادیې له لوري د پلي شویو اقصادي بنديزونو ملاتړ دې هم وشي.

لویدیځوال ټينگار کوي چې په وړاندې شوې مسودې کې په سوريه کې د روان تاوتريخوالي پړه پر حکومت او د حکومت پر مخالفینو برابره اچول شوې حال دا چې یوازي حکومت باید ګرم وبلل شي.

روسيې او چين په تير اکتوبر کې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پريکړه ليک ويتو (رد) کړى و چې د احتجاجیانو پرضد یې د سوريې د حکومت سخت چلند په سختو ټکو غانده.

له دې سره د سوريې په تړاو د امنيت شورا چارې په ټپه ودريدې. خو اوس داسې بريښې چې د روسيې په دريځ کې بدلون راغلی او د سوریې په برخه کې د يوې هوکړې شونتيا تر پخوا ډيره ښکاري.

ورته مطالب