د چک پخوانی ولسمشر واسلاف هاوېل په ۷۵ کلنۍ مړ شو

واسلاف هاوېل
Image caption وسلاف هاوېل چې کمونستې واکمنۍ پر وړاندې له مخملي يا پاسته پاڅون وروسته د چک جمهوريت ولسمشر و

وسلاف هاوېل چې د کمونستې واکمنۍ پر وړاندې له مخملي يا پاسته پاڅون وروسته د چک جمهوريت ولسمشر و، د خپل عمر په ۷۵ کلنۍ مړ شوی دی.

دغه پخوانی مخالف ډرامه ليکوال چې له اوږدې ناروغۍ يې رنځ ګاله د يکشنبې/يوې نۍ په سهار مړ شو.

ده د ولسمشر په توګه ديموکراسۍ او د ازاد بازار اقتصاد ته د چکوسلواکيا د لېږدېدو مشري وکړه.

ده بيا په ۱۹۹۳ کال کې د چک جمهوريت او سلوکيا سوله ييزې بېلېدنې ته لار هواره وکړه.

ښاغلی هاوېل لومړی ځل د نړيوال شهرت ډګر ته په ۱۹۷۰ کلونو کې د ډرامه ليکوال په توګه راغی، ده هغه مهال د بشري حقونو ۷۷ تړون سره همکاري کړې وه.

ستر اروپايی

د انځور حقوق AP
Image caption واسلاف هاوېل په ۱۹۷۰ کلونو کې د چکوسلوواکيا تر ټولو ښه پېژندل شوې څېره واوښت.

د پراګ کلا د پاسه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ده، تور بيرغ رپېږي، او وګړي په وېنسېسلاس ډګر کې چې په ۱۹۸۹ کال کې د کمونېزم ضد احتجاجونو ځای و، راغونډېږي او د ښاغلي هاوېل په درناوي شمعې بلوي.

ټاکل شوې د چک حکومت کابينه دوشنبه/دوه نۍ د ملي ماتم پر ترتيباتو د غور لپاره ځانګړې غونډه وکړي.

د نوموړي په اړه د درناوي ويناوې په خپرېدو دي، چې د ډېرو په باور په ختيځه اروپا کې د کمونېزم واکمنۍ راپرځونه کې يو خوځنده ځواک و.

د امريکا ولسمشر بارا اوباما وويل: "د ده سوله ييز مقاومت د يوې امپراتورۍ بنسټ ولړزاوه، د يوې ځپونکې ايډيالوژۍ تشوالی راوسپړه او دا يې ثابته کړه چې اخلاقي مشرتابه له يوې وسلې نه ډېره ځواکمنه ده."

د جرمني لومړۍ وزيرې انګېلا مېرکل د چک ولسمشر واسلاف کلاوس ته د خواشينۍ پيغام کې د ښاغلي هاوېل ستاينه کړې او دی يې "يو ستر اروپايی" بللی دی.

مېرمن مېرکل چې په خپله په کمونست ختيځ جرمني کې لويه شوې په خپل پيغام کې ليکلي: "د خپلواکۍ او ديموکراسۍ لپاره د ده مبارزه لکه څومره چې د ده ستر انسانيت و هغومره د هېرولو نه ده".

دې ليکلي: "په ځانګړې توګه موږ جرمنيان ډېر څه لرو، چې موږ په کې له ده ډېر منندوی يوو. له تاسو سره د يو ستر اروپايي مړينه کې خواشيني کوو".

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون وويل "په ژوره خواشينی دی" او اروپا ښاغلي ته "په ژوره پوروړې" ده.

اوږده ناروغي

ښاغلی هاوېل د پراګ شمال ختيځ خپل پلرني ټاټوبي کې مړ شوی دی.

دی په وروستيو کې په عامه ځايونو کې د راڅرګندېدو پر مهال نری او کمزوری ښکارېده.

ده پخوا خورا ډېر سګرېټ څکول او د اوږدې تنفسي ستونزې تاريخ يې درلود، چې ان په کمونسټي زندانونو کې يې د بند کلونو ته ورګرځي.

په ۱۹۹۰ کلونو کې د سرطان ناروغۍ له امله عملياتو کې يې د سږي يوه برخه لرې کړی شوه.

د ۲۰۰۹ کال جنورۍ په ۱۲ مه د ناڅرګند التهاب له امله د پراګ روغتون ته ولېږدول شو، او د مرۍ عملياتو له يوه واړه عمل وروسته د تنفس په ستونزو اخته شو.

طنزي ليکوال

ښاغلي هاوېل په ۱۹۵۰ کلونو کې د خپل پوځي خدمت پر مهال د ډرامو ګډه ليکنه پيل کړه، او په يوازې لومړۍ درامه يې د "بڼ مېله" په ۱۹۶۳ کال کې پر دريځ وړاندې شوه.

د ده ډرامو کې تر کمونسټې واکمنۍ لاندې د ژوند بې ګټېتوب په اړه طنزونه ليکل شوي، خو وروسته له هغه چې پخواني شوروي د ۱۹۶۸ کال د سمونپالو پاڅون وځاپه، پر ليکنو يې بنديز ولګېد، او دی څو ځله بندي شو.

په ۱۹۷۰ کلونو کې دی د چکوسلوواکيا تر ټولو ښه پېژندل شوې څېره واوښت. ده د ديموکراتيک بدلون لپاره د ۷۷ غورځنګ د تړون په بنسټ ايښودو کې مرسته وکړه.

کله چې د ۱۹۸۹ کال په وروستيو کې د کمونستانو واکمني راوپرځېده، دی د منځمهالې ايتلافي کابينې له لوري د ولسمشر په توګه غوره شو.

ده په کال کې وروسته له هغه اتسعفا وکړه چې سلوواکي ملتپالو د چکوسلواکيد ماتېدو لپاره بريالۍ مبارزه وکړه.

دی په ۱۹۹۳ کال کې د چک جمهوريت لومړی ولسمشر وټاکل شو، چې تر ۲۰۰۳ کال پورې په واک کې و، او کله چې يې روغتيايي حالت په ناوړه کېدو شو، له دندې يې استعفا وکړه.

هاوېل بيا ادب او هم په نړۍ کې د بشري حقونو فعالانو ماتړ ته مخه کړه.

ورته مطالب