وروستي امريکايي ځواکونه له عراقه ووتل

امريکايي ځواکونه له عراقه ووځي د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر عراق پځي يرغل چې ۲۰۰۳ کال په مارچ کې پيل شو، ۴۵۰۰ امريکايي سرتېري په کې ووژل شول، او څه د پاسه ۳۰۰۰۰ نور په کې ټپيان شول.

په عراق کې وروستيو امريکايي ځواکونو له دغه هېواده له هغې نېټې چې د عراق او امريکا ترمنځ پرې سلا شوې وه، لا مخکې خپله وتنه بشپړه کړه.

وروستۍ لېږدوونکې وسيلې يا موټر د يکشنبې/يونۍ له سپېده داغ لږ څه وروسته له پولې کويټ ته واوښتل.

په دې سره هغه پوځي ماموريت پای ته ورسېد چې نژدې نهه کلونه يې له هغه څه چې په اصل کې يې اټکل کېده، خورا اوږد دوام وکړ.

په بغداد کې د بي بي سي خبريال جېم ميور وايي په وروستي کاروان کې چې شاوخوا ۱۱۰ ګاډي په کې وو، کويټ ته په رسېدو يې په چيغو او غېږو هرکلی وشو.

کاروان د شپې مهال په جنوبي عراق کې مزل کړی و چې شاوخوا ۵۰۰ وروستي امريکايي سرتېري يې له عراق نه وايستل.

امريکايي پوځيان چې سهار مهال له پولې کويټ ته اوښتل پر عراق يې د خپل هېواد پوځي يرغل پای لمانځه.

پر عراق د امريکا پوځي يرغل چې د ۲۰۰۳ کال په مارچ کې پيل شو، ۴۵۰۰ امريکايي سرتېري په کې ووژل شول، او څه د پاسه ۳۰۰۰۰ نور په کې ټپيان شول.

د اټکلونو له مخې له سل زرو زيات ملکي عراقيان د پرله پسې نښتو او تاوتريخوالي پېښو پر مهال وژل شوي، او بې شمېره نورو په کې د بدن غړي له لاسه ورکړي او معيوب شوي دي.

عراق کې د امريکايي پوځونو د عملياتو د اوج پر مهال د سرتېريو شمېر ۱۷۰۰۰۰ او د پوځي اډو شمېر يې څه د پاسه ۵۰۰ ته رسېده.

دغه يرغل د مالي پلوه واشنګټن ته د زر مليارډ يا يو ټرېليون ډالرو په بيه تمام شو.

امريکايي ځواکونو په عراق کې د جګړې ماموريت په ۲۰۱۰ کال کې پای ته ورساوه، او د امنيتي چارو خپل رول ډېره برخه يې عراقيانو ته سپارلې ده.

اوس د امريکا ځواک استونې ستر بهير پای ته ورسېد، خو واشنګټن به د خپل لوی سفارت له لارې د خپل ځواک او اغېز ساتنې هلې ځلې روانې ساتي، چې شاوخوا ۱۵۰ پوځي چارواکي به په کې وي.

دوی به د وسلو پېر او پلور او د سلګونه ملکي قررداديانو چارې اداره کوي چې عراقي ځواکونو ته په امريکايی وسايلو روزنه ورکوي. خو د دغو اړيکو او په خپله د عراق راتلونکی خورا ډېر ناباوري ښکاري.

د عراق دننه سياسي کوړکېچ

Image caption د علاوي په مشرۍ عراقيه پارلماني ټلوالې پر لومړي وزير مالکي تور لګولی چې پر ټول واک يې ګېډه اچولې ده.

امريکايي پوځيان لاپه بشپړه توگه نه وو وتلي چې د عراق ملي يو والي حکومت د خپل جوړښت له يو کلنې مودې وروسته په لومړي ځل جدي کړکېچ سره مخامخ شوى دى.

وروستۍ نښې يې د راپورنو له مخې په بغداد هوايي ډګر کې د ولسمشر دوو مرستيالانو طارق هاشمي او خدير الخزاعي ايسارونه ده.

ټاکل شوې وه چې دوى په شمال کې له ولسمشر جلال طلباني سره وګوري خو الوتنې ته پرېنښودل شول.

د راپورونو له مخې د طارق هاشمي او د هغه د څو ساتونکو د نيولو امر شوى دى.

دوى په دې تورن دي چې دوه اونۍ وړاندې پارلمان سره نژدې بمي چاودنې کې ښکېل وو.

ښاغلى هاشمي د عراق تر ټولو جيگپوړى سني سياستوال دى.

يو بل لوړ پوړى سني مشر صالح المطلق د لومړي وزير نوري المالکي له خوا په پارلمان کې استيضاح سره مخامخ دى.

د اياد علاوي په مشرۍ عراقيه پارلماني ټلواله چې د زياتو سنيانو ملاتړ ورسره دی څو ورځې وړاندې پارلمان څخه په دې تورونو سره ووتله چې لومړى وزير المالکي پر ټول واک ګېډه اچولې ده.

دا توندې سياسي هلې ځلې دي چې يو ناڅرگند او زورور فرقه ايز لورى هم لري.

که چيرې په چټکۍ سره ددې مخه ونه نيول شي ددې ډيره ويره ده چې دا عراق لاپسې ژور کړکيچ سره مخامخ کوى شي.

که په چټکۍ سره د دې مخه ونه نيول شي ډېره وېره ده چې له امله به يې عراق لاپسې ژور ګردوب کې ورلاهو شي.

د پوځيانو درناوی

د امریکا ولسمشر باراک اوباما تېره اوونۍ په واشنګټن کې د عراق له لومړی وزير نوري المالکي سره د کتنې پر مهال د جګړې پای په ګوته کړ.

ده په تېر اوکتوبر کې اعلان وکړ چې امريکايي ځواکونه به د ۲۰۱۱ کال په پای کې له عراقه ووځي، يوه داسې نېټه چې مخکې پخواني ولسمشر جورج بوش هم په ۲۰۰۸ کال کې پرې هوکړه کړې وه.

ولسمشر اوباما په شمالي کرولاينا کې د يوې وينا پر مهال هغو سرتېريو ته درناوی وړاندې کړ چې په عراق کې يې پوځي خدمت کړی دی.

ده دا خبره ومنله چې دغه جګړه ناندرييزه وه، خو هېواد ته ستنېدونکيو امريکايي سرتېريو ته يې وويل دوی "يو خپلواک، کرار او پر ځان وېسا عراق" تر شا پرې ايښی دی.

خو کتونکي وايي په واشنګټن کې داسې اندېښنې شته چې ګنې عراق له پياوړي سياسي جوړښت يا داسې توان بې برخې دی چې له خپلو پولو دفاع وکړی شي.

داسې وېرې هم شته چې عراق کېدی شي بېرته د فرقه يي وينې تويونې ګردوب کې وروښويېږي، او يا هم په نامناسب ډول د ايران تر اغېز لاندې راشي.

واشنګټن غوښتل چې په عراق کې د روزنې او ترهګرۍ ضد خپل کوچينی شتون وساتي، خو امريکايي چارواکي نه دي توانېدلي د پوځيانو لپاره د خونديتوب په ګډون پر قانوني لاروچارو له بغداد سره کوم تړون ته ورسېږي.