" زموږ د عسکرو وژل د کابل - ډيلي دسيسيه وه "

پاکستاني پوځ
Image caption پاکستاني پوځ مني چې لومړى ډزې دوى کړې وې خو وايي په داسې ځاى کې بايد افغانانو گزمه نه کولاى

پاکستان په قبايلي سيمه مومند اېجنسۍ کې د تيرې مياشت د ناټو د بريد لپاره د افغان پوځ يو ځايي قومندان تورن کړى او د دغه قومندان پر ضد يې د ګام پورته کولو غوښتنه کړې.

په افغان قومندان دا تور پاکستان له ېواړخېزو پلټنو و روسته کړى.

پاکستان د پلټنو ځينې برخې په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته هم سپارلي چې د دغې پېښې په پلټنو بوخت دي.

د پاکستان پوځ فکر کوي چې ناټو ځواکونه بايد د پاکستان له خوا په ورکړى شويو شواهدو د افغان پوځي چارواکي پرضد ګام پورته کړى.

يوۀ لوړ پوړي پاکستاني پوځي چارواکي چې د پلټنو په اړه پوره معلومات لري د نوم نه ښودلو په شرط له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې په پاکستاني پوسته د برېد ټوله ذمه واري د افغان ملي اردو په چارواکي اچول شوې، دا هغه قومندان دى چې د هغه په مشرۍ افغان سرتيرو هغه وخت په سيمه کې گزمه کوله .

پوځي پلټونکي

د پاکستان پوځي پلټونکي فکر کوي چې د افغان پوځ دغه قومندان د پاکستان پرضد د بريد دسيسه دافغان او هند د استخباراتي ادارو په لار ښوونه کړې وه.

د پاکستاني راپور ترمخه د مومند اېجنسۍ په سلاله امنيتي پوستې بريد کې کوم امريکايي چارواکي لاس نه لارۀ.

د پېښې پلټونکو د ځاى پوځي چارواکو د معلوماتو او شواهدو پر بنسټ چې دپېښې کوم انځور جو ړ کړى، د هغې تر مخه د پېښې پر شپه امنيتي سرتېرو د سلاله امنيتي پوسته پر يو داسې ځاى کې تګ راتګ تر سترګو شوى چې پخوا به دغه سېمه طالبانو د تلو راتلو لپاره استعمالوله.

د دغه درې په اړه امريکايي چارواکو د پاکستان استخباراتي ادارو ته معلومات ورکړي وو چې دا سوات او ملا کنډ لور ته تلونکي طالبان هم دغه لار استعمالوي.

د پاکستاني پوستې قومندان د حرکت په لېدو سره له شته تگلارې سره سم چې د ډزو امر ورکړى وو.

له ډزو وروسته په څو شېبو کې د ناټو چورلکې راغلې او په پاکستاني پوسته يې بريد وکړ.

وروسته په ډاګه شوه چې پاکستان پوځ چې کوم شکمن وسلوال ګڼلي وو، اصلآ د ا فغان پوځ سرتيري وو چې په سېمه کې يې ګزمه کوله.

د پاکستان د پوځ د پلټونکو تر مخه دا هرڅه د يوې دسېسې تر مخه شوي، چې علت يې پاکستاني پوځ دا ښيې کوم ځاى چې افغان ځواکونو ګزمه کوله د عادي ګزمې سېمه نه ده، او په دغه سېمه کې تر داخلېدو وړاندې پاکستان چارواکي بايد خبر شوي واى.

دسېسه

دويم علت دا ښودل شوى، چې د پاکستاني پوستې له خوا په افغان ګزمه کوونکو ځواکونونېغ په نېغه ډزې شوي، خو بيا هم افغان ځواکونه له حالاتو سره سم عکس العمل نه دى ښودلى.

پاکستاني پوځ تور لګوي چې افغان قومندان د پاکستاني پوستې په اړه ښه خبر وو، خو بېا يې هم ناټو ځواکونه رابللي چې دا د دوى په وينا يوه دسېسه ده.

پاکستان چارواکي واېي د ناټو ځواکونو غلطي هم ېوازې دومره وه چې د نقشې له کتلو پرته يې د بريد امر ورکړ.

پاکستاني چارواکي زېاتوي که د ناټو ځواکونو د طريقې تر مخه نقشه کتلې واى نو ورته به معلومه شوې وه چې نه ېوازې دا چې دغه پاکستاني سيمه ده بلکه دغلته پاکستاني پوسته هم ده.

د ناټو ځواکونو لخوا هم د نومبر دا پېښې په اړه پلټنې روانې دي چې راپور به د دسمبر په ۲۳ خپريږي.

ورته مطالب