د برتانيا لومړى وزير افغانستان ته لاړ

کيميرون
Image caption برتانوي لومړي وزير وويل ارو مرو به په دوو کلونو کې په افغانستان کې جنگي فعاليتونه پاى ته رسوي

د برتانيا لومړى وزير ډېوېډ کامیرون په يوۀ ناڅاپي سفر افغانستان ته لاړ.

ښاغلى کيميرون کندهار کې له خپلو سرتيرو سره وليدل.

برتانوى لومړى وزير د هلمند په کمپ بسټن کې له خپلو سرتيرو سره ليدل خو دغه سفر ونه شو.

ويل کيږي چې د هلمند او نيمروز په ځينو سيمو کې د شگو سخت توپان و چې د برتانوي لومړي وزير سفر يې هم له مشکل سره مخامخ کړى و.

ښاغلي کامیرون د کندهار په وايي ډگر کې له برتانيوي پېلوټان سره وليدل او له هغوى سره يې خبرې وکړې.

په دغه ليدنه کې ښاغلي کامیرون ټينگار وکړ چې په افغانستان کې به د برتانيايي ځواکونو جنگي رول په ٢٠١٤ کال کې پاى ته رسيږي.

دۀ خپلو سرتېرو سره په خبرو کې دا ډاډ هم ورکړ چې د هغوى د وضعيت د ښه کولو لپاره به هڅې کوي.

برتانيا په افغانستان کې نهه نيم زره سريتري لري .

د برتانوي سرتيرو ډيره برخه په هلمند ولايت کې ځاى پر ځاى ده.

برتانيايي ځواکونه له ٢٠٠١ کال څخه په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره په جگړو بوخت دي.

په تېرو لسو کلونو کې تر درې نيمو سوو ډير برتانيايي سريتري په افغانستان کې وژل شوي دي.

ورته مطالب