اردوغان الجزایر کې فرانسه په 'ټول وژنې' تورنه کړه

اردوغان د انځور حقوق Getty
Image caption د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان د فرانسې ولسمشر نیکولاس ساغکوزي تورن کړی چې په راتلونکو ټاکنو کې د رایو د خپلولو لپاره د مسلمانانو او ترکانو دښمنۍ ته لمن وهي.

دترکیې او فرانسې ترمنځ لفظي شخړه لا پسې سخته شوې او دترکیې لومړی وزیر پر فرانسه تور ولګاوه چې په الجزایر کې یې ګڼ وژنه کړې او د مسلمانانو ترمنځ کرکه پاروي.

دا ټول د هغه څه په غبرګون کې راځي چې د پنجشبنې په ورځ دفرانسې ولسي جرګې هغه لایحه ومنله چې که څوک په ۱۹۱۵ م کال کې د ترکانو له خوا د ارمنیانو ګڼ وژنه نه مني، نو مجرم ګڼل کېږي.

دا قانون به د فرانسې سنا جرګه مني خو ترکیې خپل سفیر بېرته وربللی او پوځي عملیات یې کنګل کړي دي.

له پاریسه د بي بي سي خبریال کریشن فریزر رپوټ راکوي.

ترکیه او فرانسه دواړه د ناټو متحدین دي خو په هغې اعلامیې کې چې د ترکیې حکومت خپره کړې، ددغې ملګرتیا هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان د فرانسې ولسمشر نیکولاس ساغکوزي تورن کړی چې په راتلونکو ټاکنو کې د رایو د خپلولو لپاره د مسلمانانو او ترکانو دښمنۍ ته لمن وهي.

ولسمشر ساغکوزي د پنجشنبې په ورځ په ولسې جرګې کې د توکم وژنې په تړاو د هغې لایحې په اړه وغږېد چې له مخې که څوک د لومړۍ نړیوالې جګرې پرمهال د عثماني ترکانو له خوا د ارمینیانو وژنه توکم وژنه ونه ګڼي، نو مجرم به ګڼل کېږی.

که څه هم د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر آلن ژوپې دا کار بي ګټي بللی دی په فرانسې کې پنځه لکه داسې ارمینیايي نژاده کسان ژوند کوي چې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي او همدا خلک راتلونکي کال د اپریل په میاشت کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ولسمشر ساغکوزي اصلي ملاتړي ګڼل کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي ساغکوزي ویلي د بشري حقونو په خاطر باید ټول هېوادونه خپل تېر ته بیا وګوري.

ښاغلي ساغکوزي ویلي د بشري حقونو په خاطر باید ټول هېوادونه خپل تېر ته بیا وګوري.

د نوموړې ددې خبرې په غبرګون کې د ترکیې صدراعظم ویلې په ۱۹۴۵ میلادي کال کې په الجزایر کې فرانسې د نفوس ۱۵ سلنه ووژله، دې ته وايي توکم وژنه که د فرانسې ولسمشر ترې خبر نه وي نو له خپل پلار نه دې پوښتنه وکړي چې هغه مهال یې په الجزایز کې په پوځ کې دنده ترسره کوله.

په همدې حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پر دواړو خواوو غږ کړی چې ارامه اوسي، خو هغه دیپلوماتیک زیان چې ښاغلي ژوپې یې وړاندوینه کړې وه اوښتی دی.

ورته مطالب