د دمشق ځانمرګيو بريدونو ۴۰ کسان وژلي

سوريه
Image caption سوريه وايي له القاعدې سره په تړاو شکمنو اورپکيو د عمومي امنيت ادارې او هم يو بلې اېجنسۍ ودانۍ په نښه کړې وې.

په سوريه کې چارواکي وايي لږترلږه ۴۰ کسان په پلازمېنه دمشق کې په دوو ځانمرګيو موټر بمي بريدونو کې وژل شوي دي.

د سوريې دولتي ټلوزيون وويل له القاعدې سره په تړاو شکمنو اورپکيو په کفر سوسه سيمه کې د عمومي امنيت ادارې او هم يو بلې اېجنسۍ ودانۍ په نښه کړې وې.

خو مخالف فعالان وايي دغه بريدونه حکومت کړي چې د عربي ټولنې د څار پر ډلې اغېز وکړي.

د څارګرو ډله د هغه پلان يو برخه ده چې موخه يې د مخالفانو مرګونو ځپنې پای ته رسول دي.

ملګري ملتونه وايي له هغه راهيسې چې په تېر مارچ کې د حکومت ضد احتجاجونه پيل شوي څه د پاسه ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او زر تنه نور نيول شوي دي.

د عربي ټولنې څارګرو دنده له هغه تړون سره د حکومت ژمنتيا څارنه ده چې له مخې يې بايد د دواړو خواوو له لوري تاوتريخوالی پای ته ورسېږي، له سړکونو ځواکونه وايستل شي او ټول نیول شوی احتجاجيان دې خوشي شي.

خو د بشري حقونو او مخالفانو فعالان وايي د جمعې پر ورځ هم وژنو دوام درلود، چې په ترڅ کې يې حکومتي ځواکونو لږترلږه ۱۲ کسان ووژل.

"د القاعدې ښکېلتيا"

دواړه چاودنې د جمعې پر سهار پر له پسې شوې دي.

دولتي ټلوزيون هم سمدلاسه وويل "دغه دوه بريدونه د ځانمرګيو بريدګرو له خوا شوي چې په چاودېدونکويو توکيو ډکو ګاډيو کې سپاره وو، د دولتي امنيت او امنيتي ادارې يوه بله څانګه يې په کې په نښه کړې وه".

دوی ويلي "لومړنۍ پلټنې ښيي په بريدونوکې القاعده ښکېله ده".

چاودنو سخته ويجاړي رامنځته کړې ده. هندارې ماتې شوي، ودانۍ او ګاډي سوي، په وينو لړلې لوټې او ډبرې ډېرۍ پرتې دي.

په سوريه کې له مارچ راهيسې چې پاڅون پيل شوى، اصلا" دې ته يوه کوچنۍ ورته پېښه هم نه ده شوې.

د عربي ټولنې څارونکې ډله د چاودنې ځاى ته بوول شوي چې ويجاړي پخپله وگوري.

د بهرنيو چارو مرستيال وزير ورته وويل چې "دا د ترهگرو او القاعدې ډالۍ وه".

رژيم د ټول تاوتريخوالي پړه پر وسله والو ترهگرو ډلو اچوي.

خو د پاڅونکوونکو مشران پخپله رژيم پړ بولي چې دا چاودنې يې په لوى لاس د دې لپاره کړي چې پړه يې پر پاڅون کوونکو راشي او د ترهگرو په څېر يې وښيي.

ورته مطالب