د سودان پوځ: د دارفور یاغي مشر مو 'وژلی'

دارفور د انځور حقوق f
Image caption ملګري ملتونه وايي له ۲۰۰۳ راهیسې په دارفور کې ۳۰۰ زره کسان وژل شوي.

د سودان پوځ ویلي چې په دارفور کې یې د یوې سترې یاغي عدالت او برابرښت ډلې مشر خلیل ابراهیم وژلی.

د سودان د پوځ ویاند ډګرمن خالد الصوارمي بي بي سي ته ویلي، چې ډاکټر خلیل ابراهیم په دارفور کې ووژل شول.

الصوارمي زیاتوي، چې ابراهیم او د هغه ډله د یکشنبې پر ګهيځ د کردفان ولایت په شمال 'ود بانده' سیمه کې ووژل شول.

نوموړی زیاتوي، سوداني چارواکي به نن د هغه د مړینې په اړه رسمي خبر خپور کړي.

ابراهیم د عدالت او مساواتو یاغي ډلې یو خطرناک مشر و، چې وژل کېدل به یې دغې ډلې ته یو لوی ګوزار وي.

د پوځ ویاند دا هم ویلي، چې ابراهیم او د دغې ډلې نورو مشرانو د سودان جنوب ته د ننوتلو هڅې کولې.

جنوبي سودان له شمالي هغه څخه د ۲۰۰۵ کال د تړون پربنسټ په تېر جولای کې جلا شو.

قوي یاغي

په دغو سیمو کې له تېرو لسو کالو راهیسې سختې جګړې روانې وې.

د عدالت او برابرښت ډله له پوځي اړخه اوس په سودان کې تر ټولو قوي یاغي ډله ده.

په تېره شنبه دغې ډلې ویلي، چې جنګیالي یې له حکومتي ملېشو سره د کردفان په شمالي سیمو کې په جګړه بوخت شول، او اوس پلازمېنې خرطوم ته د رسېدو هڅې کوي.

دغې ډلې په تېر سپتمبر کې وویل، چې ابراهیم له لېبیا څخه راستون شوی، چې تېر ۲۰۱۰ کرۍ کال همالته و.

Image caption خلیل ابراهیم کرۍ ۲۰۱۰ کال په لېبیا کې و.

چاد خپلې خاورې ته د ابراهیم د داخلېدو اجازه ورنه کړه.

ملګرو ملتونو ویلي، په دارفور کې له ۲۰۰۳ کال راهیسې د یاغیانو او حکومتي پوځيانو ترمنځ په جګړو او نښتو کې لږترلږه ۳۰۰ زره کسان وژل شوي.

د جګړو او ناامنیو له کبله په سودان کې ۱.۹ میلیون وګړي بې ځایه شوي.

دا مهال د جنګي جنایتونو د نړیوالې محکمې له خوا، د سودان د ولسمشر عمرالبشیر په ګډون شپږ جګپوړي کسان په دارفور کې په بشري جرمونو تورن دي.

ورته مطالب