نیجیریا کې پر کلیساوو بریدونو ۴۰ کسان ووژل

نایجریا د انځور حقوق AFP
Image caption نیجریايي چارواکي ویلي، چې په شمال ختيځ داماتورو کې د کریسمس د لمانځنې پرمهال یوه بل برید درې امنيتي کسان وژلي.

د نیجیریا پر یو شمېر کلیساوو په بریدونو کې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د دغو بریدونو پړه د "بوکو حرام" سخت دریځې اسلامپالې ډلې پرغاړه اخیستې.

دغه بریدونه د یکشنبې پر ورځ (دسمبر ۲۵) د کریسمس د لمانځنې پرمهال شوي.

د کلیسا یوې سرچینې ویلي، چې پلازمېنې ابوجا ته څېرمه د مادا لا سیمې په سانتا تیریزا کلیسا کې لږترلږه چاودنې ۳۰ کسان وژلي دي.

نیجریايي چارواکي ویلي، چې په شمال ختيځ داماتورو کې د کریسمس د لمانځنې پرمهال یوه بل برید درې امنيتي کسان وژلي.

پولیس وايي دغه برید د پولیسو پر یوه مرکز شوی.

دوی وايي برید کوونکي مرکز ته له چاودېدونکو توکو د خپل ډک ګاډي د ننویستلو هڅه وکړه، څوکيدارانو یې مخه ډب او په دروازه کې یې ځان وچووه.

داماتور او ګاداکا د یوبي ولایت هغه سیمې دي، چې په تېره پنجشنبه او جمعه بوکو کرام پکې بریدونه کړي وو.

له پلازمېنې ابوجا بهر د کاتولیک پر کلیسا د برید پړه د بوکو حرام ډلې یوه کس "ابوالقعقاع" پر غاړه اخیستې ده.

نوموړي د تېرو ورځو بریدونو پړه هم منلې ده.

Image caption بوکو حرام سخت دريځه اسلامپاله ډله په ۲۰۰۲ کې د یوه دیني ښوونکي محمد یوسف له خوا جوړه شوه.

ابوالقعقاع فرانس پرېس خبري اژانس ته پر تیلې فون ویلي "موږ د تېرو ټولو ورځو بریدونو پړه پرغاړه اخلو، او په راتلونکو کې به په شمالي کې تر دې ډېر ورته بریدونه وکړو."

تر دې وړاندې په تېر اګست کې هم دغې ډلې په ابوجا کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د برید پړه منلې وه، چې لږترلږه ۲۴ کسان پکې ووژل شول.

د نیجریا په جوس ښار کې هم د یو لړ بریدونو پړه بوکو کرام ډلې منلې ده.

که څه هم نییجریايي پوځ د بوکو کرام پروړاندې سخت عملیات کوي او ګڼ کسان یې نیولي، خو بیا یې هم ددغې ډلې د بریدونو مخه ونه شوای نیولی.

ورته مطالب