ملګرو ملتونو پخپله بودیجه کې ٪۵ کمښت راوست

بان کيمون د انځور حقوق Reuters
Image caption بان کيمون وايي چې ټول بودیجوي کالونه سخت دي، خو سږنی هغه یې ډېر سخت و.

ملګرو ملتونو ویلي چې د تېرو دوو کالو پرتله د نړیوال اقتصادي بحران په لړ کې په خپله عمومي بودیجه کې ٪۵ کمښت راولي.

دا په تېو ۵۰ کالو کې دویم ځل دی چې ملګري ملتونه خپله بودیجه کموي.

په ملګرو ملتونو کې ۱۹۳ غړو هغه هوکړه لاسلیک کړه، چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کالو لپاره پخپله بودیجه کې ۵.۱۵ میلیارد ډالر کمښت راولي.

د بودیجې د کمښت په تړاو له تېرو دوو میاشتو راهیسې خبرې اترې روانې وې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون وویل، راتلونکي دوه کاله د بودیجې له اړه ډېر ستونزمن دي، خو سږ کال یې تر ټولو ناوړه دی.

هغه وویل "په هر ځای کې حکومتونه او ولسونه له اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دي... اوس د نړیوالې پولي سپما وخت راغلی."

بان کيمون دا هم وویل که څه هم د تېرو دوو کالو پرتله به بودیجه کمېږي، خو "موږ به له خپلو سرچینو پوره ګټه اخلو او خپلې ټولې نړیوالې چارې به پر مخ بیایو. "

وړاندې په اکتوبر میاشت کې عمومي منشي د ۵.۱۹۷ میلیارد ډالر بودیجې د کمښت وړاندیز کړی و.

ورته مطالب