افراطي یهودو له پولیسو سره د ښځو پر اختلاط اخ وډب وکړ

افراطي یهود د انځور حقوق AP
Image caption په بیت شېمش کې لاریون پر تاوتریخوالي واوښت.

سلگونو سختو افراطي يهودو بيت المقدس ته څېرمه، هغه مهال له پوليسو سره اخ وډب وکړ چې له نارينه وو نه د ښځو د بېلولو پر سر ترينگلتيا رامنځته شوې وه.

دا د هغو پېښو په لړ کې چې ښځې پکې ښکېلې دي او په ځينو کې يې د افراطي يهودو په سيمه کې ښځې د بسونو په شاتنۍ برخه کې کيناستلو ته اړ ايستل شوي دي، تازه پېښه ده.

آيډن لوويس په خپل رپوټ کې وايي چې پرونى تاوتريخوالى هله پېښ شو چې پوليس په بيت شېمېش ښار کې د هغه لوحې په وړلو لپاره ورغلل چې له ښځو نه د نارينه وو د بېلولو غوښتنه پکې شوې وه.

افراطي يهودو پر پوليسو او خبريالانو د ډبرو او هگيو گوزارونه وکړل او خزل لوښو ته يې اور واچاوه. بيت شمېش د دنياوالو او افراطي يهودو تر منځ د نفاق په مرکز اوښتى دى.

دغلته لگول شوې لوحې له ښځو نه دغه راز غوښتنه کوله چې خپل حجاب ته پام وکړي او له سړک نه دې پر داسې يوه ځاى تېرېږي چې مخې ته يې د يهودو عبادتځاى نه وي.

د اسراييلو د ټلويزيون د دويم چينل خبريالان چې ددغې ترينگلتيا په اړه يې فيچري پروگرام چمتو کړى وو، وړمه ورځ ښار ته د ورتگ پر مهال له بريد سره مخامخ شول.

يوې اته کلنې جلۍ- نعما مارگوليس دغه ټلوېزيون ته ويلي چې افراطي يهود د ښوونځي هغه نجونې ډاروي چې د دوى له نظره يې کالي سم نه وي.

د هغې مور هم يادونه کړې چې د بيت شمېش پېښې په هيواد کې د روان ميلان يوه بېلگه ده. هغې وويل خلک دې په خپله خوښه د کاليو اغوستو ته پرېښودل شي.

دغه راز د هيواد د نورو برخو د افراطي يهودو په سيمو کې، د گاډو ښځينه سپرليو ته ويل شوي چې يا دې پر وروستيو څوکيو کېني او يا دې کوزې شي.

ځينو دغه راز دا هلې ځلې له هغو وروستيو بريدونو سره تړلي دي چې افراطي يهودي ناقلينو د فلسطينيانو پر ودانيو کړيدي. افراطي يهود د اسراييلو د ټولو وگړو لسمه برخه جوړوي او اټکل دى چې دا شمېر په شلو کلو کې دوه برابره شي.

خو صدراعظم بينيامين نتنياهو ويلي چې د دغه تبعيضي چلند غم به وخوري او ژمنه يې کړې چې پوليس د افراطي بريدگرو يهودو نيولو ته دوام ورکړي.

ورته مطالب