پېرېز: د افراطي یهودو خلاف لاریون تېز کړﺉ

شمعون پېرېز
Image caption ولسمشر شمعون پېرېز وويل چې د لږکيو يوه ډله د اسراييلي ډيموکراسۍ د بنسټونو ورانول غواړي.

د اسراييلو ولسمشر شمعون پېرېز له خلکو غوښتي چې د افراطي يهودو خلاف چې د ښځو او نارينه وو د لا نور بيلتون غوښتونکي دي، په پراخو مظاهرو کې برخه واخلي.

په بيت شمېش ښار کې زرگونه دنياوال او منځلاري يهود د افراطيانو خلاف د اعتراض لپاره ټول شوي وو.

په دغه ښار کې ښځې شکايت لري چې افراطي يهود يې پر دې ځوروي چې کالي يې سم نه دي. دا مظاهرې د دوشنبې په ورځ د پوليسو او سلگونو افراطي يهودو ترمنځ له اخ وډب وروسته تر سره کېږي.

د بي بي سي خبريال جان دانيسن په بيت شمېش ښار کې دى. دى وايي:

Image caption افراطي یهودان له ښځو د نارینه وو د لار بېلتون غواړي.

د ماښام خړه لا نه وه خپره چې زرگونه مظاهره کوونکي بيت شمېش ښار ته را ورسېدل. دوى په اسراييلو کې د افراطي يهودو په زياتېدونکي اغېز او په تېره بيا له ښځو سره د هغوى پر چلند قهرېدلي وو.

ځايي نجونې چې ځينې يې لا اته کلنې هم نه دي، ظاهرا" له دې امله چې کالي يې سم نه دي، ځورول شوې او ډارول شوې دي.

دا ماښامنۍ غونډه تر ډېره مېلې ته ورته وه، خو ډېرئ اسراييليان په دې باور دي چې د هيواد ځانگړتيا ته خطر پېښ دى. د اسراييلو حکومت چې تل په اسلامي هيوادو کې پر مذهبي افراطيت غوسه وي، په کور دننه د مذهبي نه زغم د ماتولو لارښوونه کړېده.

Image caption ځايي نجونې چې ځينې يې لا اته کلنې هم نه دي، ظاهرا" له دې امله چې کالي يې سم نه دي، ځورول شوې او ډارول شوې دي.

ولسمشر شمعون پېرېز وويل چې د لږکيو يوه ډله د اسراييلي ډيموکراسۍ د بنسټونو ورانول غواړي. خو په اسراييلو کې د افراطي يهودو شمېر په ډېرېدو دى.

سملاسي هغوى د ټولو وگړو لسمه برخه جوړوي، خو د لويو کورنيو په درلودو سره، اټکل دا دى چې دا شمېر په راتلونکو شلو کې دوه ځله ډېر شي.

ورته مطالب