ايران: که مو گټې وگواښل شوې ،هر گام اخلو

ايران
Image caption ايران وايي د هرمز تنگي تړلو وړتيا لري

ايران د امريکا دا گواښنه رد کړه چې د دغه هيواد له خوا به په خليج کې د بيړيو پر مخ د هرمز تنگى تړل ونه زغمي.

د ايران د سمندري ځواک مرستيال مشر وويل چې که د هيواد حياتي گټې په هر ډول وگواښل شي، تهران به يې ځواب ووايي.

د يوه ايراني خبري آژانس له خولې، اميرالبحر حسين سلامي ويلي چې امريکا په داسې يوه دريځ کې نه ده چې ووايي څه وکړئ او څه مه کوئ.

هغه ويلي چې ايران په دفاعي تگلاره کې د چا اجازې ته اړتيا نه لري.

ايران په همدې ترڅ کې ادعا کړې چې په هرمز تنگي کې يې د خپلو سترو پوځي تمريناتو په سيمه کې د يوې امريکايي الوتک وړونکې بيړۍ څرک لگولى دى.

پوځي وياند محمود موسوي ويلي چې يوې ايرانۍ الوتکې د دغې بېړۍ عکسونه او ويډيويي فلمونه اخيستي دي.

هغه ويلي چې دا کار روښانوي چې دوى په سيمه کې هر خوځښت له نژدې څاري.

د ايران د سمندري ځواک قوماندان مخکې ويلي و چې هيواد يې د هرمز تنگي د تړلو وړتيا لري، خو په دې اړه پرېکړه د مشرانو کار دى.

د امريکا د سمندري ځواک پنځمې بحريې د دغه گواښ په ځواب کې ويلي و چې د ايران له خوا به په خليج کې د بيړيو د تگ راتگ ويجاړول پرېنږدي.

د دغې بحريې يوه وياند د ايران له خوا د هرمز تنگي د تړلو پر احتمال د بي بي سي يوې پوښتنې ته په ليکلي ځواب کې ويلي:

" د هرمز تنگي له لارې د موادو صدور د نړۍ او سيمې د اقتصادي ودې لپاره حياتي ارزښت لري."

هغه وويل:" هر هيواد چې په يوه نړيوال تنگي کې د اموالو د تگ – راتگ مخه نيسي، په نړيواله ټولنه کې ځاى نه لري او په دې برخه کې به هېڅ ډول گډوډي ونه زغمل شي.

" د هرمز تنگي د تړلو احتمال لومړى د ايران مرستيال ولسمشر محمد رضا رحيمي ياد کړى و.

هغه د سه شنبې په ورځ ويلي و که لوېديځ د ايران پر تېلو بنديز ولگوي، نو دغه هيواد به هم نورو نړۍ ته د تېلي بيړيو پر مخ د هرمز تنگى وتړي.

اروپايي اتحاديې په دې وروستيو کې ويلي چې د ايراني تېلو د پېر بندول يې تر څېړنې لاندې نيولي دي.

دغه اتحاديه په ورځ کې شاوخوا ٤٥٠ زره بېرله تېل له ايران نه پېري.

ورته مطالب