په ۲۰۱۱ کې ۱۰۰ خبریالان وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د خبریالانو نړیوالې اتحادیې پاکستان د خبریالانو د وژنې په اړه تر ټولو خطرناکه سیمه بللې ده.

د خبریالانو نړیوالې اتحادیې ویلي چې د ۲۰۱۰ کال پرتله، په نړۍ کې د ۲۰۱۱ پرمهال ډېر خبریالان وژل شوي.

دغې اتحادیې د تېرې جمعې پر ورځ پخپل راپور کې ویلي، چې په ۲۰۱۰ کال کې د نړۍ ۹۴ خبریالان او یا هغه کسان چې په رسنیو کې کار کوي، وژل شوي، خو په ۲۰۱۱ کال کې بیا دغه شمېره تر ۱۰۰ پورې وختله.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کی مون ویلي چې د خبریالانو خوندیتوب ته باید ډېر پام وشي.

د نورې نړۍ په پرتله، پاکستان، عراق او مکسیکو کې د خبریالانو پروړاندې ډېر زورزیاتی شوی، چې په هر یوه دغه هېواد کې د خبریالانو د قتل ۱۱ پېښې رامنځته شوې.

د خبریالانو نړیوالې اتحادیې په ۲۰۱۱ کال کې د خبریالانو د وژنې پېښې په ټولیز ډول ۱۰۶ ښودلې، چې ۲۰ پېښې یې نېغ په نېغه له طبيعي پېښو سره تړاو لري.

اتحادیه وايي، له دې شمېرې د خبریالانو د وژل کېدو پېښې زیاتره د جګړې په جبهو کې رامنځته شوې.

دغې اتحادیې چې مرکز یې په بروکسل کې دی، د ۲۰۱۱ پرمهال د خبریالانو د وژل کېدو د پېښو پړه نېغ په نېغه پر حکومتونو او واکمنو چارواکو اچوي.

د اتحادیې مشر جیم بوملحه د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ته په استول شوي لیک کې د خبریالانو د لا خوندیتوب غوښتنه کړې.

بوملحه ویلي "په داسې حال کې چې حکومتونه د خبریالانو پر هدفي وژنو سترګې پټوي، تاسې او ملګري متلونه باید حکومتونو ته ووایاست چې د خبریالانو د ساتنې مسؤولیت درک کړي."

په دې اتحادیه کې د نړۍ له ۱۳۱ هېوادونو څخه تر ۶۰۰ ډېر خبریالان غړیتوب لري.

د تېرې میاشتې په لومړیو کې، د بې پولې خبریالانو د ټولنې په راپور کې ویل شوي و چې د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې د نړۍ ۶۶ خبریالان وژل شوي.

ورته مطالب