کیم جونګ اون د ش کوریا اعلی سرقومندان شو

کیم جونګ اون
Image caption شمالي کوریا د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د منل شوي ولسمشر کیم جون ایل تر مړینې وروسته په سیاست کې د "کوم بدلون تمه نشي کېدی".

شمالي کوریا اعلان وکړ چې کیم جونګ اون د وسله وال پوځ د اعلی سر قومندان په توګه په رسمي توګه وټاکل شو.

د شمالي کوریا رسنیو ویلي، چې دغه ګمارنه د جمعې په ورځ د واکمن کارګر ګوند له سیاسي دفتره په یوه ویناپاڼه کې اعلان شوه.

په ویناپاڼه کې ویل شوي چې " د کوریا د پوځي مرکزي شورا مرستیال کیم جونګ اون مشر د اعلی سرقومندان په توګه وټاکل شو. "

د کیم جونګ اون پلار کیم جونګ ایل له مړینې مخکې په تېر اکتوبر میاشت کې وصیت کړی و چې زوی به یې د پوځ اعلی سر قومندان وي.

کیم جونګ ایل د دسمبر پر ۱۹مه ومړ.

د ویلو ده چې د شمالي کوریا پوځ د شمېر له اړخه د نړۍ څلورم لوی پوځ دی، چې شمېر یې ۱.۲ میلیون پوځيانو ته رسېږي.

که څه هم لوېديځ له شمالي کوریا د یو لړ سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي، خو شنونکي وايي چې دغه ځوان نوی مشر به کېدای شي له لوېديځ سره د کوریا اړيکي ښه کړي.

شمالي کوریا د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د منل شوي ولسمشر کیم جون ایل تر مړینې وروسته په سیاست کې د "کوم بدلون تمه نشي کېدی".

د شمالي کوریا حکومتي رسنیو د ملي دفاعي کمېټې په حواله ویلي چې "په جهر وایو او پوره ویاړ سره د نړۍ سیاستوالو ته وایو، چې زموږ له لوري په سیاست کې باید د هېڅ بدلون تمه ونه لري."

پیونګیانګ هم له خپل اړخه په سول کې له اوسني حکومت سره خبرې اترې لیرې بللې دي.

د شمالي کوریا دفاعي کمېټې ویلي " په پرله پسې توګه د جنوبي کوریا له ولسمشر لي میونګ باک سره د اړیکو جوړول ردوو. "

شمالي کوریا د جنوبي کوریا ولسمشر ته د خاین خطاب کړی.

ورته مطالب