سوریه: دمشق کې ځانمرګي برید ۲۶ کسان وژلي

سوریه د انځور حقوق syria
Image caption سوریې د څارونکو له رسېدا وروسته دا پخپل ډول کې دویم برید دی.

کله چې دوه اوونۍ مخکې په پلازمېنه دمشق کې په ښه ډول ساتل شويو امنيتي ادارو له ودانيو بهر دوه موټر بم چاودنې وشوې، حکومت يې سمدلاسه له اوږدو راهيسې خپل دريځ د ثبوت داوه وکړه ګنې د تاوتريخوالي پېښې چې اوس يې دغه هېواد پرسر اخيستی د القاعدې او ترهګرو کار دی.

د پرونيو بريدونو په اړه هم دوی همدا خبره کوله. خو د دوه اوونۍ مخکې ادعا په اړه يې شکونه راپورته شول.

داسې چې دا لومړي بمي بريدونه وو، چې په سوريه کې ترسره کېدل، بيا په داسې وخت کې چې د عربي ټولنې د څارونکيو ډله هم دغه هېواد ته ور رسېدلې وه، دا خبرې د دې لامل شوې چې مخالف فعالان په کې د تور ګوته واکمنو ته ونيسي، دوی ويې بريدونه واکمن نظام د دې لپاره پلان کړي وو چې د خپلو مخالفانو نوم بد کړي.

پرون بيا مخالفو فعالانو په بمي بريدونو کې هر ډول لاس لرنه رد کړه، او دا دليل يې وايه ګنې دا نژدې هېڅ امکان نه لري چې يو څوک دې په کې د کلکو امنيتي ځايونو او پلټنو پوستو نه چاودېدونکي توکي تېر کړی شي.

دوی داوه کوله چې د حکومت ځواب د خپل طبيعي حالت په پرتله خورا چټک و.

القاعده

په دغه هېواد کې د القاعدې له خوا د سترو بريدونه سابقه نه ده لرلې، که څه هم کېدی شي ځينې داسې اندېښنې ولري چې توندلاري اورپکي کېدی شی د خپل اغېز پرېښودلو هڅه وکړي.

اوس مهال په سوريه کې د ګډوډۍ، شکونو او ګڼ اړخيز حالت له امله د کوم ټاکونکي ځواب برابرونه نژدې ناشونې برېښي.

وېره دا ده چې په دوو اوونيو کې دوو بمي بريدونو سره، هر څوک يې چې تر شا وي، د نورو پلان به هم لري.

د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت له وړاندې ويلي پرونيو پېښو ته به په وسپنيز سوک ځواب وايي.

ورته مطالب