امریکا: خلیج ته ارومرو الوتک لېږدوونکې بېړۍ استوو

د یو اس اس جان سي سټینیس الوتک لېږدوونکې بېړۍ د انځور حقوق Getty
Image caption د یو اس اس جان سي سټینیس الوتک لېږدوونکې بېړۍ په نژدې وخت د دوبۍ جبل علي ته ورغلې وه.

امريکا ويلي دوی به خليج ته خپله الوتک لېږدوونکې بېړۍ استوي، سره له دې چې ايران ګواښ ورته کړی و، له دغې سيمې دې ځان لرې ساتي.

پنټاګان ويلي امريکا به د تېرو لسيزو په څېر په سيمه کې د خپلو سمندري ځواکونو ځای پر ځای کونې بهير روان ساتي.

د امريکا يوې وياندې وېکټوريا نولنډ وويل د ايران له لوري ګواښونو ښوولې چې نړيوال بنديزونه اغېز لري:

''ښکاره ده چې موږ د تهران له خوا دغو ګواښونو ته د یوې داسې زیاتېدونکې بېلګې په توګه ګورو، چې ښايي نړیوال فشار په خولې لګونې پیل کړی او دا چې دوی په زیاتېدونکي ډول دوی د ګوښه کېدو احساس کوي.''

له دې مخکې د ایران پوځ ګواښ کړی و که چېرې د امریکا الوتک لېږدوونکې بېړۍ چې له خلیج وتلې، بېرته سیمې ته ستنه شوه، دوی به ګام اخلي.

د یو اس اس جان سي سټینیس الوتک لېږدوونکې بېړۍ چې په اتومي انرژۍ سمباله ده، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د هرمز تنګي له لارې له خلیج ووتله.

هغه مهال د ایران پوځي سمندري تمرینونه هم روان وو.

اوس چې دغه تمرینونه پای ته رسېدلي، د ایران د پوځ مشر امریکایانو ته خبرداری ورکړی، چې الوتک لېږدوونکې بېړۍ دې د تل لپاره د خلیج له اوبو لیرې ساتي.

دغه بېړۍ د الوتکو د لېږدولو هغه بېړۍ ده چې دا مهال د امریکا د سمندري ځواکونو له پنځم کنډک سره تړاو لري، چې مرکز یې په بحرین کې دی.

د الوتکې لېږدونې د بېړۍ یوه مهمه دنده د افغانستان د پاسه د عملیاتو لپاره د هوايي ملاتړ برابرول دي.

ددغه ماموریت د ترسره کولو لپاره دغې بېړۍ ته تر ټولو غوره ځای د شمالي عرب سمندر په اوبو کې یوځای دی.

د یو اس اس جان سي سټینیس الوتک لېږدوونکې بېړۍ په نژدې وخت د دوبۍ جبل علي ته ورغلې وه.

ورته مطالب