ايران کې د تير کال اعدام شوي په ډاگه شول

په ايران کې له بشري حقونو د دفاع يوې ټولنې د ۱۳۸۹ لمريز کال له غبرګولي تر ليندۍ پورې د ۱۰۰ تنو اعدام شويو کسانو نومونه خپاره کړي، چې يو شمېر افغانان هم په کې دي.

په ايران کې د بشري حقونو فعالين وايي دغه اعدامونې په وکيل اباد زندان کې ترسره شوې، او قضايي چارواکي تر دې دمه د اعدامونو دغو پېښو په اړه چوپ پاتې شوي دي.

له بشري حقونو د دفاع دغه ټولنه وايي دغه ټول کسان د نشه يي توکيو د قاچاق په تور اعدام شوي دي.

دغه کسان چې د تېر لمريز کال د اوو مياشتو په اوږدو کې په مشهد کې اعدام شوي، نومونه يې د ايران د بشري حقونو نړيوالې مبارزې په نامه ټولنې پر وېبپاڼه خپاره شوي دي.

پر دغې وېباڼې د خپاره شوي نوملړ له مخې د دغو سلو کسانو ترمنځ چې په پټ ډول اعدام شوي دي، ۱۴ تنه يې افغانان، دوه تنه د نيجېريا او غانا او ۸۴ نور ايرانيان وو.

په ايران کې د بشري حقونو نړيوالې مبارزې ټولنه وايي دغه پټې اعدامونې په بير جند، قزل حصار، اهواز، تايباد، اروميه او قم کې ترسره شوې، خو د قضا او عدليې چارواکي يې په اړه چوپ پاتې شوي دي.

افغانان

د ۲۰۱۰ کال په لومړيو کې د نشه يي توکيو د قاچاق پر جرم د څو تنه افغانانو د اعدام خبر په افغان رنسيو کې په پراخ ډول خپور شوی و، او لسګونه افغانان په کابل کې د ايران د دغه ګام پر وړاندې په لاريونو ووتل.

له دې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې يوه پلاوي له ايران نه په ستنېدو اعلان کړی و چې په ايران کې څه د پاسه ۵ زره افغانان بنديان دي، چې لږترلږه ۳ زره يې په اعدام محکوم شوي دي.

افغان پلاوي ويلي وو، ډېری دغه کسان له نشه يي توکيو سره په تړاو نيولي شوي او په اعدام محکوم شوي دي.

افغانستان او ايران د خپلو بندي اتباعو په اړه تړونونه لاسليک کړي، چې له مخې يې بايد يو د بل تبعه وو ته د سزا ورکولو په حال کې د دوی ترمنځ له مخکې پوهاوی وي.

دا چې په ايران کې د بشري حقونو نړيوالو مبارزې ټولنې په وينا ايراني چارواکيو د دغو سلو نفرو د اعدام په اړه چوپتيا خپله کړې، دا لا معلومه نه ده چې له افغان حکومت سره د ۱۴ تنه افغانانو د اعدام په اړه څه تماس نيولی شوی دی، که څنګه؟

ايران اروپا او منځني ختيځ ته د نشيه يي توکيو له مهمو لارو ګڼل کېږي.

خو ايران ته د قاچاقېدونکيو نشه يي توکيو يوه برخه په همدې هېواد کې کاريږي.

ايران د چين او امريکا تر څنګ داسې هېواد دی چې د اعدامونو شمېر د پراخوالي له امله د بشري حقونو ډلو له خوا پرې توندې نيوکې کېږي.

ورته مطالب