پر تاچر جوړ شوى فلم تر وخت وړاندې وبلل شو

مېريل سټريپ
Image caption دغه فلم "آيرن ليډي – يا اوسپنيزه مېرمن" نومېږي چې د آغلې تاچر څېره پکې مېريل سټريپ لوبولې ده

د برتانيا لومړي وزير ديويد کيميرون د پخوانۍ صدراعظمې تاچر په باب جوړ شوى فلم تر وخت وړاندې جوړ شوى وبالۀ.

ښاغلي کيميرون د مېريل سټريپ کار په فلم کې وستايۀ خو ويې ويل چې د فلم د جوړيدا او خپريدا وخت لا تر وخت دمخه دى.

دۀ وويل دا فلم د يوې خورا ښې لومړۍ وزيرې د ښوولو پر ځاى تر ډيره د سپين سارې توب يا زړبودۍ خبره کوي.

خو د دغه فلم ډايريکټر ې فيليدا لويډ له رسنيو سره په خبرو کې له خپل کاره دفاع وکړه.

" موږ داسې احساس کړه چې د يوۀ داسې کس انځورول چې کمزورې شوې، روغتيا يې خرابه ده او حاقظه ورسره ملگرتيا نه کوي د شرم وړ خبره نه ده چې د سينما په پردې وښوول شي."

"اوسپنيزه مېرمن"

فلم اوسنى وخت ښيي چې پخوانۍ لومړۍ وزيره پکې له ذهني او فزيکي پلوه کمزورې ده خو د دې د واکمنۍ کلونو ته پکې فلش بکونه يا بيا تلنې شته دي.

"اوسپنيزه مېرمن" فلم چې د مارگرېت تاچر رول پکې د اوسکار دوه ځلي گټونکې - مېريل سټريپ لوبولى، دا چارشنبه، د جنورۍ پر څلورمه په لومړي ځل په لندن کې نندارې ته راووت.

د برتانيا مخکنۍ صدراعظمې – مارگېرېټ تاچر او کورنۍ يې ونه منله چې د هغې پر ژوند چمتو شوى فلم تر راوتلو دمخه، په خصوصي ډول وگوري.

دغه فلم "آيرن ليډي – يا اوسپنيزه مېرمن" نومېږي چې د آغلې تاچر څېره پکې مېريل سټريپ لوبولې ده.

نندارې ته تر وړاندې کېدو دمخه لا دغه فلم د خلکو نظرونه سره ويشلي وو.

ځينو "سم بللى" او ستايلى دى، خو نورو چې د آغلې تاچر کورنۍ او هغه په خپله هم پکې راځي، پر دې نيوکې درلودې چې پخوانۍ صدراعظمه يې د يوې زړې او کمزورې ښځې په څېر انځور کړې چې حافظه يې بايللې ده.

مارگرېت تاچر چې درې مياشتې دمخه ٨٥ کلنه شوه، ټوله اتيايمه لسيزه د برتانيا صدراعظمه وه.

د کارگري اتحاديو سره نه پخلاکېدونکى چلند او له شوروي اتحاد سره دښمني چې نوې يې افغانستان ته لښکرې لېږلې وې، هغې ته د "اوسنپيزې مېرمېن" لقب ورپه برخه کړ.

خو پر ١٩٩٠ کال خپل وزيران ورته پورته شول او استعفى ته يې اړ کړه.

خيالي

د فلم ډايرکټرې فيليدا لويډ د خپل هنري محصول دفاع وکړه او هغه يې تر ډېره "خيالي" وباله:

"لومړى دا چې نيم فلم بشپړ خيالي دى او کيسه يې په اوس مهال کې راونه ده او د هغو معلوماتو نه پکې کار اخيستل شوى چې خپلې لوريې – کارول د هغې په اړه کښلي دي.

پاتې نيمايي يې چې سياسي برخه کېږي، بشپړه د هغې له خپل نظر سره سمه وړاندې شوې ده.

موږ هڅه نه ده کړې چې تگلارې يې راوسپړو، بلکه غوښتي مو دې دا جوته کړو چې د محافظه کار گوند دننه د اويايمې لسيزې په نيمايي کې له سيالانو سره ددې مقابله ښايي دې ته څنگه اېسېدلې وي.

دا د واک يو نکل دى، د دې نکل دى چې واک دې په گوتو کې دى، خو بيا يې يو ځل بايلې."

ورته مطالب