د ویتنامي سړي له پښې ۹۰ کیلوګرامه تومور وایستل شو

د انځور حقوق AFP
Image caption ددغه تومور د لیرې کولو مخکني جراحي عملیات ناکام شوي وو.

په ویتنام کې ډاکټرانو د ۱۲ ساعته پېچلیو طبي عملیاتو په پایله کې د یوه ویتنامي سړي له پښې د ۹۰ کیلوګرامه تومور په ایستلو وتوانېدل.

راپورونه وايي چې ډاګټرانو ویلي وو چې دغه ویتنامی سړی اوسمهال په ښه روغتیايي حالت کې دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي، ۳۱ کلن نګوین یوی های له څلور کلنۍ راهیسې دغه تومور درلود.

په ۱۷ کلنۍ کې ددغه تومور د ودې د مخنيوي په موخه د هغه د پښې یوه برخه غوڅه شوې هم وه، خو بیا یې هم د ودې کولو مخه ونه نیول شوه.

ددغه تومور غیر عادي وده ددې سبب شوه چې ښاغلی هوی پر لاره سم نه شوای تلی او نه یې هم ارام خوب کولی شوای.

ددغه تومور د ایستلو وروستي عملیات په هوشي ښار کې د ډاکټر مک کيمک کینون په مشرۍ ترسره شول.

تر دې وړاندې دغه ډاکټر هم د یوې رومانيايي ښځې له جسم څخه د یوه ۸۰ کیلوګرامه تومور په ایستلو توانېدلی و.