ايران او لاتينه امريکا کې يې د ملاتړ راغونډولو هڅې

احمدي نژاد د انځور حقوق AP
Image caption ايران غواړي پرې د لګېدليو بنديزونو له فشار په تېښته، لاتينه امريکا کې د چارې لار راوګوري

د ايران ولسمشر احمدي نژاد په داسې حال کې چې هېواد يې د لوېديځ له لوري په اقتصادي بنديزونو سره تر زياتېدونکي فشار لاندې دی، څلور هېوادونو ته د سفر په درشل کې وېنزوېلا ته رسېدلی دی.

د ده د سفر موخه يې په لاتينې امريکا کې له خپلو ملګريو سره د اړيکو ټينګونه ده.

د ايران لپاره د دغې سيمې ارزښت لا په زياتېدو دی، ځکه چې غواړي د ګوښه کونې په اړه يې د امريکا هڅو پر وړاندې مقابله وکړي.

ايران چې د امريکا له خوا تر پرله پسې فشار لاندې دی، په زياتېدونکي ډول دې ته لېواله دی چې واشنګټن ته څېرمه د لا ډېرو هېوادونو ملاتړ راغونډ کړي.

تهران غواړي له اوږدو پاتې امريکا ضد احساساتو ګټه واخلي، او په دې توګه د سوداګريزو شريکانو او هم وېنزوېلا په څېر هېوادونو سره د اړيکو پياوړتيا له مخې ملګري خوندي کړي.

وېنزوېلا، اېکواډور، کيوبا او نيکاراګوا ته د ولسمشر احمدي نژاد سفر د همدې موخې يوه هڅه ده.

د تهران له نظره د چارو بهير له دې لا نوره طبيعي بڼه نه شي غوره کولی. دوی چې چېرې کولی شي، بايد د ملګريو لټون وکړي.

خو امريکايي کتونکي بيا لاتينې امريکا ته د ايران لاس غځونه يوه داسې هڅه ګوري، چې غواړي پرې د ديپلواتيک او اقتصادي فشار زور کم کړي.

په داسې حال کې چې کېدی شي تهران ته د امريکا په هڅونه لګېدليو بنديزونو په شا تمبونې لاره هم برابره کړي.

داسې ادعاوې کېږي چې د لاتينې امريکا سيمه کې د ايران ډيپلوماتيکو ماموريتونو په چوکاټ کې د دغه هېواد د انقلابي ګارډ بهرنۍ څانګې القدس ځواک افسران استول شوي دي.

د امريکا د لا محافظه کاره څېړونکيو ډلو له دغې مسالې ډېر څه جوړ کړي دي.

په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د يهودانو کلتوري مرکزونو کې له دوو بمي پېښو سره په تړل کېدو، ايران په دې سيمه کې د پټو فعاليتونو تاريخ لري.

په امريکا کې د لا توند دريځ څښتنان وايي د ايران ديپواتيکې استوزې دغه هېواد ته شونې اډه برابروي چې په سيمه کې ترې د امريکايي ګټو پر وړاندې د غچ اخيستنې بريدونه وکړي.

په همدې موخه د دوی په باور ايران له وېنزوېلا سره پوځي او اقتصادي اړيکي لري.

وېزوېلا ايران په چاڼ شويو پېټرولو سمبالوي، او امريکا په پراخ ډول دا شک هم لري چې دغه هېواد له اقتصادي بنديزونو په څنګ ته کېدو کې هم د تهران مرسته کوي.

خو بيا هم د دوی ترمنځ د ټول ايډيالوژيک نژدېوالي سره په لاتينه امريکا کې وېنزوېلا د ايران يوازې پنځم ستر سوداګريز شريک او د ارجنټاين او برازيل په څېر له ايډيولوژيک پلوه لږ ملګريو هېوادونو ډېره ترشا ده.

ورته مطالب