خيبر اېجنسۍ کې چاودنې لږترلږه ۳۰ کسان وژلي دي

خيبر اېجنسۍ
Image caption يو شمېر اورپکې ډلې چې د حکومت پر وړاندې جنګېږي، په خيبر اېجنسۍ کې فعالې دي.

د خيبر اېجنسۍ جمروډ کې ۳۰ کسان په يوه بمي چاودنه کې وژل شوي او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان دي.

چارواکي وايي چاودنه د بسونو يو تم ځای سره شوې ده.

جمروډ د پېښور تورخم پر لار يوه داسې سيمه ده چې اورپکيو په کې پخوا هم مرګوني بريدونه ترسره کړی دي.

پوليس وايي بم د جمرډ د ګڼې ګوڼې په يوه بازار کې په يوه موټر کې ايښودل شوی و، او له لرې کنټرولونې چول شوی دی.

چارواکي وايي په پېښه کې څه د پاسه ۵۰ نور ټپيان شوي، او د ځينو حالت خطرناک ښوول شوی دی.

په جمروډ کې خان زمان رويټرز ته ويلي: "دا يوه ستره چاودنه وه، د بسونو تم ځای کې يې يو شمېر ګاډيو ته زيان رسولی دی".

يو شمېر اورپکې ډلې چې د حکومت پر وړاندې جنګېږي، په خيبر اېجنسۍ کې فعالې دي.

خيبر اېجنسۍ له ډېورېنډ کرښې سره نژدې ده، او د پېښور تورخم لار هم له دغې سيمې تېرېږي.

د دغه بريد پړه لا تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.

په وروستيو کې په رسنيو کې داسې ګونګوسي وو، چې ګنې د ځينې طالب ډلو او پاکستان حکومت ترمنځ خبرې ترسره کېږي.

خو اورپکيو داسې ډول خبرې رد کړې، او وايي که پوځ د دوی پر ضد بريدونه روان ساتي، دوی به هم غچ واخلي.

د دوشنبې/دوه نۍ پر ورځ د لږ ترلږه ۱۰ نيمه پوځيانو مړي په ګاونډۍ اورکزيو قبايليي سيمه کې موندل شوي وو.

دوی د تېر ميلادي کال په پای کې تښتول شوي او په ډزو وژل شوي وو.

ورته مطالب