د پاکستان پوځ لومړي وزیر ته خبرداری ورکړی

ګيلاني او پوځ د انځور حقوق Getty
Image caption د پاکستان سياسي مشرتابه او پوځ ترمنځ اړيکي د اسامه بن لادن له وژنې وروسته ترينګلي شوي دي.

د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت تر منځ اړيکي وروسته له هغه نور خړ پړ شوي چې د دغه هېواد لومړي وزير يوسف رضا گيلاني د دفاع وزارت سکرتر يا مرستيال وزير جنرال نعيم لودي له دندى لرى کړ.

د پاکستان ټيلي ويژن ويلي جنرال لودي ځکه گوښه شوى چې د دولتي ادارو تر منځ يې ناسم پوهاوی رامنځ ته کړى و.

ويل کېږي چې جنرال لودي پوځ سره نژدى اړيکي لرل.

خو د پاکستان ملکي حکومت او پوځ تر منځ د تاو تريخوالي اصلي لامل يوې چينايۍ ورځپاڼۍ سره د لومړي وزير يوسف رضا گيلاني وروستۍ مرکه ده.

ښاغلي ګيلاني په دې مرکه کې ويلي د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال شجاع پاشا د حکومت له اجازى پرته د مېمو گېټ يا يادښتپاڼې قضيه کې سترې محکمى ته بيانونه وړاندې کړي، او ده دا گام له اساسي قانون سرغړونه بللى ده.

د پاکستان د پوځ عامه اړيکو څانگې "ای اېس پي ار" د ښاغلي گيلاني وېنا ته ډېر سخت غبرگون ښودلی او دغه تورونه يې ډېر جدي بللي او خبرداری يې ورکړى چې د دغه هېواد لپاره ډېر سختې پايلې لرلي شي.

وېنا کې ويلي شوي چې لومړي وزير په داسې وخت کې دا تورونه لگولي چې جنرال کياني د چين پر سفر و.

د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ تاوتريخوالى

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان پوځ تل زيار باسي چې د هېواد په تګلار جوړونه کې خپل رول برلاسی وساتي.

د پاکستان له جوړېدو راهيسې چېرې هم د ډېموکراټېکو حکومتونو او پوځ تر منځ باور او اعتماد دوام نه دی کړی ځکه چې پوځي جنرالانو پټ او ښکاره کوشش کړى چې د هېواد په تگلارو کې د پوځ لاس بر وساتي.

د اوسني حکومت او پوځ، په ځانگړې توگه د استخباراتي ادارې اي سي ای تر منځ په اړيکو کې کړکېچ په ايبټ اباد کې په يو امريکا يي بريد کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن له وژلو وروسته رامنځ ته شو .

د پاکستان په ستره محکمه کې د هغې يادښتپاڼې په اړه د پلټنى قضييه روانه ده چې د دغه هېواد ملکي حکومت راپرځونې او شونې کودتا د مخنيوي لپاره له واشنګټن نه د مرستې غوښتنه شوې وه.

دا معلومه نه ده چې دغه يادښتپاڼه چا ليکلې ده.

د رسوايۍ دغې قضيه کې په امريکا کې د پاکستان پخواني سفيرحسین حقاني له وړاندې خپله څوکۍ بايللې ده.

پر ښاغلي حقاني تور دى چې دغه یادښتپاڼه يې د ولسمشر اصف علي زرداري له لوري د يوۀ پاکستاني نژاده امريکايي په لاس يو لوړ پوړي امريکايي جنرال ته لېږلې وه.

خو ولسمشر زرداري او ښاغلی حقاني دا تورونه ردوي.

ستره محکمه د مېمو ګېټ د دغې رسوايۍ ريښې راسپړل غواړي او که ثابته شي نو ولسمشر استعفا ته اړ کولی شي.

د ښاغلي زرداري حکومت له عدليې سره هم ښه اړيکي نه لري ځکه چې عدليه غواړي د ولسمشر پر ضد د فساد يا غلا غلطۍ پخوانۍ قضيې راوسپړي.

ښاغلى زرداري وايي چې بې گناه دى.

د کودتا شونتيا

Image caption په ۱۹۹۹ کال هم پوځ د پاستان ملکي حکومت ړنګ کړ، او واګې يې نژدې لس کاله په لاس کې وې.

په دې کې هېڅ شک نه شته چې د پاکستان په تاريخ کې پوځي جنرالانو تل کوشش او هڅه کړې چې پر حکومت قبضې کولو لپاره يوه پلمه ولټوي.

خو په پاکستان کې د سياسي گډ وډۍ او امنيتي وضعيت له کبله داسى نه بريښي چې پوځيان به يوې بلى کودتا او د ملکي حکومت ړنگولو ته زړۀ ښه کړي.

بل پلو د پاکستان اقتصاد هم د گړوبېدو پر لور روان دې، د انرژۍ له سخت کړکېچ سره مخامخ دی، د صنعتونو ګاډۍ يې ولاړه ده او له ستر مرسته ورکونکي هېواد امريکا سره يې اړيکي ترينګلي دي.

د دې ترڅنګ دا هم روښانه ده چې د نړيوالو د فشار وېره به هم ورسره وي.

د همدې ټولو لاملونو له مخې به ښايي پوځ په اوسنيو شرايطو کې د نېغ په نېغه ډغرې توان ونه لري.

خو د حکومت راپځولو لپاره د پردې تر شا که کله هم وغواړي يو پرېکنده رول لوبولى شي.

د پوځ پياوړې استخباراتي اداره "ای اېس ای" د دې ډول کړو وړو پخه تجربه لري.

خو د دغې تجربى تکرار به لکه د تل په څېر لا زيات تريخ وي، او نه راسر کېدونکې پايلې به ولري.

ورته مطالب