افغان وګړی په جرمني کې پر جهادي تبليغاتو محاکمه کېږي

ملټي ميډيا د انځور حقوق bbc
Image caption د جرمن رسنیو ریپوټونه وايي د اسلامي وررولۍ انترنېټ پاڼې د فېس بوک او یو تیوب په شان ټولنیزو رسنیو پر پاڼو هم حضور لاره.

يو افغان وګړی چې پر انټرنېټ د جهادي تبليغاتو په خپراوي تورن دی، په جرمني کې محاکمې ته په انتظار دی.

دی چې ۲۲ کلن دی او نوم يې يوازې امېد هـ ښودل شوی د جنورۍ په لومړيو کې له دغو تورونو سره مخامخ شوی و.

د جرمني د فډرالي څارنوالانو دفتروایي ده هڅه کوله چې د ازبکستان اسلامي غورځنګ په ګډون د دوو بهرنيو ترهګرو شبکو لپاره ملاتړ راغونډ کړي.

څارنوالان وايي امید د اسلامي ورورولۍ په نامه انترنېټ پاڼې له لارې لسګونه وېډیويي فلمونه، عکسونه او بلاګونه خپرول چې یې خلک وسله وال جهاد او د نامسلمانانو وژلو ته هڅول.

دوی وايي تورن د شلو دغه ډول بلاګونو په کارولو هڅه کوله چې القاعدې او د ازبکستان اسلامي غورځنګ ته په نړیواله کچه غړي او ملاتړي ورمات کړي.

امېد د تېر کال په جولای کې ونیول شو او له هغه راهیسې په توقیف کې تر پلټونو لاندې دی.

د جرمن رسنیو ریپوټونه وايي د اسلامي وررولۍ انترنېټ پاڼې د فېس بوک او یو تیوب په شان ټولنیزو رسنیو پر پاڼو هم حضور لاره.

دغه سایت په دولسو میاشتو کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو شمېر وېډیو ګانې خپرې کړې چې پکې د جرمني ژبې ویونکي جنګالي ښکاره کېدل چې له خلکو یې غوښتل له دغې ډلې سره چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي، ملګري شي.

امنیتي ځواکونو دا ډول تبلیغاتی وېب پاڼې او له جرمني نه بهر ته تلونکي سخت دریځي ځوانان څارلي دي.

ریپوټونه وايي په تېرو څو کلونو کې هر میاشت پنځه کسان له جرمني څخه وتلی چې په افغانستان یا پاکستان کې د اسلامپالو په کمپونو کې روزنه تر لاسه کړي.

جذب شویو کسانو د جرمن طالب مجاهدینو په نامه یوه ډله رامنځته کړې او باور کیږي چې له جرمني نه جذب شوي لسګونه جنګیالي په سیمه کې فعال وي.

ورته مطالب