د بيتهوين ليک چې له رنځه او هم د پيسو له نشتوالي په کې شکايت لري

بيتهوين ليک
Image caption د بيتهوين دغه ليک چې د وصيت په پاڼو کې يې پروت و، په جرمني کې تر لاسه شوى دى

د موسيقۍ د يوه نابغه کمپوزر لودويگ فان بيتهوين يو ليک چې د وصيت په پاڼو کې يې پروت و، په جرمني کې تر لاسه شوى دى.

بيتهوين په دې ليک کې له رنځه او هم د پيسو له نشتوالي شکايت لري.

ليک له يو چا سره شخصي پروت و او اوس د موسيقۍ يوه انستيوت ته د نورو وربښل شويو شيانو په لړ کې سپارل شوى دى.

کارپوهان لا له وړاندې د ۱۸۲۳ کال دغه ليک شته والي په اړه پوهېدل، خو زياتوي چې ډېر تاريخي ارزښت هم لري.

د ژوندانه په وروستيو کې د بيتهوين بېوزلي د هغه په موسيقۍ کې هم راغبرگه شوې وه. دا هر څه د شپږو پاڼو په هغه ليک کې برېښي چې کرښې يې ډېر ځله ړنگې شوې او له سره ليکل شوې دي.

دى ليکي چې: " ټيټه تنخواه او ناروغي مې رانه غواړي چې د نورې گټې وټې هڅه وکړم."

د هغه په ليکنه، تر مرگ وروسته به يې وراره پيسو ته اړ پاتې وي او له ليک نه برېښي چې د مرگ شېبې يې هم لېرې نه دي.

په ليک کې ده له خپل يوه ملگري هنرمند نه غوښتي چې د موسيقۍ د هغې ټوټې د پېر لپاره يې څوک ومومي چې تر کار لاندې وه.

هغه ټوټه چې ده ورته د پيسو موندلو هڅه کوله، همدا "ميزا سولېمنېس" يا هغه مذهبي سرود و چې د موسيقۍ په خورا لوړو توټو کې راځي.

څرگنده نه ده چې دا ليک به په داوطلبۍ کې په څو وپلورل شي.

ځکه همدا تېر کال د هغه يو کوچنى ياددښت چې يوازې شپږ ټکي په کې وو، په نژدې شپيتو زرو ډالرو وپلورل شو.

د کاغذ يوه ټوټه هم د موسيقۍ ارزښت ته نه رسېږي.

دغه ليک په وروستيو مياشتو کې د معلوماتو يو بله ټوټه ده چې د بيتهووين په اړه رابرسېره شوې دي.

په تېر دسمبر کې ساينس پوهانو د بريتانيا په طبي جورنال کې ليکلي وو دوی فکر کوي د دغه کمپوزر کوڼوالي د ده د موسيقۍ په پېژندنه او ټاکنه کې مرسته کړې ده.

دوی وايي ده د اورېدا خپل توان له کمزرېدا سره د ټيټې او منځنۍ کچې نوټونه غوره ګڼل.

ورته مطالب