فرانسه: د مالي اعتبار لوړه درجه بایللې ده

یورو د انځور حقوق AFP
Image caption دا په تېرو ۱۶ میاشتو کې د یورو د راټيټېدو تر ټولو لویه کچه ده.

فرانسې تاييد کړه چې د مالي اعتبار تر ټولو لوړه درجه يا درې الفه يې چې د اعتبارونو د ټاکنې امريکايي ټولنې- سټنډرډ اينډ پور ورکړې وه، بايللې ده.

د فرانسې د ماليې وزير فرانسوا باغوا وويل چې دا خبر بد دى، خو ويجاړوونکى نه دى. نور ناتاييد شوي خبرونه وايي چې د نورو اروپايي هيوادونو د مالي اعتبار کچې هم د غورځېدو په حال کې دي.

له پاريس نه هيو شوفيلډ پخپل رپوټ کې وايي:

دا نا رسمي خبر د فرانسې لپاره بيخي ناڅاپي نه و، ځکه له څو اوونيو گونگوسي وو چې د اعتبار لوېدنه راروانه ده. خو له دې سره سره دا يو لوى گوزار دى.

له اقتصادي پلوه ددې مانا داده چې فرانسې ته ښايي د خپل لوى پور د پوښلو لپاره د نور پور اخيستل اوس گران پرېوزي. له سياسي پلوه ولسمشر ساغکوزي ته چې د درې الفو د دريځ پر ساتنه يې ټينگار درلود، دا يو بد خبر دى.

دغه راز د گډې اروپايي سکې- يورو د کاروونکو هيوادو لپاره هم دا يو شاتگ دى.

خو د فرانسې د ماليې وزير فرانسوا باغوا چې د اعتبار د لوېدو خبر يې تاييداوه، وويل چې د اعتبار ټاکونکو ادارو ته به اجازه ورنکړي چې د فرانسې سياست وټاکي:

"که دا پوښتئ چې موږ د مالي اعتبار د لوړې کچې د ساتنې پلوي وو او که نه، نو ځواب هو دى.

که پوښتنه دا وي چې موږ د يورو په غړو هيوادو کې د کړکېچ مخنيوى غوره بولو که نه، نو ځواب هو دى. که پوښتنه دا وي چې موږ پر سمه خوا روان يو او که نه او د مالي اعتبار ټاکونکې ادارې په فرانسه کې په سياست ښکېلې دي او که نه نو موږ سم لورى غوره کړى او د فرانسې د سياست چلول ددغو ادارو کار نه دى."

له يونان نه چې د پور پر سر يې خبرې روانې دي، له راوتلو بدو خبرونو سره په گډه دا څرگندوي چې د يورو په غړو هيوادو کې مالي کړکېچ بېرته د خبرونو په موضوع اوښتى دى.

ورته مطالب