عراق: بصره کې چاودنو ۳۰ شیعه زیارت کوونکي ووژل

چاودنه
Image caption چاودنه په بصره کې د تلاشۍ پوستې ته څېرمه شوې ده.

عراقي پولیس وايي چې په بصره ښار کې د شیعه زیارت کوونکو په منځ کې چاودنې لږترلږه ۳۰ شیعه زیارت کوونکي ووژل او تر ۹۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.

دغه شیعه ګان د امام حسین د مرګ د لمانځلو په خاطر راټول شوي وو.

عراقي پولیسو ویلي چې برید کوونکي د پولیسو په جامه کې د شیعه زیارت کوونکو په منځ او د تلاشۍ له پوستې سره څېرمه ځان چوولی، خو یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې برید کوونکي پر زیارت کوونکو خوراکي توکي وېشل، چې منځ ته یې ورسېد، ځان یې وچووه.

دغه شیعه زیات کوونکي د بصرې په لوېديځ کې د ''علي ګام'' جامع جومات ته روان وو.

د بصرې دغې سیمې ته د نړۍ له ګڼو هېوادونو زرګونه شیعه ګان ورځي.

پولیسو په لومړي راپور کې د وژل شوو شمېر ۳۰ او ۹۰ کسه نور ژوبل ښودلي، خو یوې بلې سرچینې ویلي چې د وژل شوو شمېر ۵۲ او ژوبل شوي ۹۰ کسان دي.

یوې امنیتي سرچینې ویلي چې په وژل شوو کې ۱۱ پولس هم دي.

کربلا

د عراق حکومت په دې وروستیو ورځو کې د کربلا شاوخوا (د بغداد په جنوب کې ۱۱۰ کیلومتره لیرې) سخت امنيتي تدابیر ټينګ کړي، چې پر شیعه ګانو بریدونه کنټرول کړي.

د عراق په بېلابېلو سیمو کې د شیعه زیارت کوونکو د امنيت لپاره شاوخوا ۳۵ زره پوځيان او امنيتي کسان ګمارل شوي.

د کربلا د ساتندویې ډلې مشر آمال الدین الهرّ ویلي چې دغه شیعه زیارت کوونکي د دوو اوونیو لپاره له بهر څه راغلي وو.

د کربلا ساتونکو ویلي چې په تېرو څو ورځو کې یې پر شیعه زیارت کوونکو د بریدونو شاوخوا څلوېښت طراحان نیولي، او ۱۴ ماینونه یې د لارو په اوږدو کې شنډ کړي.

تېره اوونۍ د عراق په جنوب او بغداد کې د شیعه پر تکیه خانو په بریدونو کې لږترلږه ۷۲ کسان ووژل شول.

ورته مطالب