د قبرسي ترکانو پخوانی مشر رووف دینکتاس ومړ

رووف دينکتاش
Image caption رووف دينکتاش له سیاسي ژونده مخکې د قبرسي ترکانو لپاره ۴۰ کاله مبارزه وکړه.

د قبرسي ترکانو ډېر پخوانی مشر رووف دینکتاش د ۸۷ کالو په عمر ومړ.

ښاغلى دينکتاش د قبرسي ترکانو د حقونو کلک پلوى و او په ١٩٨٣ کال کې د شمالي قبرس د ځانمنلي ترکي جمهوريت لومړنى ولسمشر شو.

د نوموړي د مړینې خبر د تېرې جمعې پر ورځ خپور شو.

رووف دینکتاش له ډېر وخت راهیسې له یوې مزمنې ناروغۍ ځورېده، چې په دې وروستیو کې یې روغتیايي حالت ډېر خراب شوی و.

د نوموړني د کورنیو غړو او د هغه معالج ډاکټرانو ویلي، چې دینکتاش په جنورۍ کې روغتون ته یوړل شو.

دینکتاش د قبرسي ترکانو د ازادۍ سخت پلوی او ملاتړی و، او له لسیزو راهیسې د قبرس په توکمیزو شخړو کې یو محوري شخصیت ګڼل کېده.

هغه د شمالي قبرس لومړی ولسمشر و، چې د ۱۹۸۳ او ۲۰۰۵ کالو ترمنځ یې ددغې سیمې مشري کړې ده.

دینکتاش له سیاسي ژونده له ۲۰۰۵ کال راهیسې لاس په سر شو، او د انقرې په پوځي روغتون کې په تېر جولای کې عملیات شو.

خو دا چې د هغه عمر ډېر و، د هرې ناروغۍ څپرې پرې راخورې شوې.

له برتانیا دغه فارغ شوي ترکي مدافع د شمالي قبرس د ترکانو لپاره پوره څلوېښت کاله مبارزه وکړه.

که څه هم نوموړي له ترکي نژاده ملت پالنې سخته دفاع کوله، خو قبرسي ترکانو بیا د هغه په ګټه ډېرې رایې ورنه کړې، بلکې د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۴ کال د ټولپوښتنې لپاره یې چې د ددغه ټاپو جلا کېده یې غوښتل، رایې وکارولې.

ورته مطالب