سعودي د مذهبي پولیسو مشر له دندې لیرې کړ

د سعودي ښځې د انځور حقوق Reuters
Image caption د پوليسو نوى مشر د يوې مخورې مذهبي کورنۍ غړى دى چې له واکمنې سعودي کورنۍ سره نژدې تړاو لري.

سعودي حکومت د مذهبي پوليسو مشر تر دې نيوکو وروسته لېرې کړى چې له شريعت سره د وگړو په سمولو کې يې ډېر زور کاراوه.

ويل کېږي چې نوى مشر تر پخوا ډېر پرانستى چلند لري.

په بي بي سي کې د عربي چارو مدير سباستيان اشر په دې اړه خپل رپوټ کې وايي: سعودي مذهبي پوليس چې هلته يې مطوع Mutawwa بولي، دوه جلا او متضاد غبرگونونه پاروي.

ځينې سعوديان هغوى ته د خپل دين او کلتور د ساتونکو په سترگه گوري چې په ساتنه کې يې خنډ و ځنډ پېښ نشي.

ددغو پوليسو په دندو کې د ناواده نارينه وو او ښځو جلا ساتل، د ښځو او نارينه وو له خوا د سمو اسلامي کاليو اغوستل او د لمانځه پر مهال د دوکانونو تړل راځي.

خو هغوى د ډېرو بهرنيانو نه خوښېږي او کله کله ترې ډارېږي. په دې وروستيو کلونو کې د هغوى له خوا د ډېر زور کارېدل آن پخپله سعوديانو هم غندلي دي.

څو کاله د مخه د نجونو په يوه ښوونځي کې د اور لگېدل په دې لړ کې د اوښتون يو ټکى شو چې مذهبي پوليسو پکې د تورونو له مخې ځينې زده کوونکې په دې دليل بهر وتلو ته نه وو پرېښي چې کالي يې سم نه و.

تر دې ډول پېښو وروسته له هغوى نه ځينې واکونه واخيستل شول.

د زور کارول

خو ځينو سعوديانو په دې وروستيو کې شکايتونه پيل کړي وو چې دوى بيا د زور کارول ډېر کړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سعودي مذهبي پولیس په لارو کې د ښځو کالي څاري.

د ساري په توگه، مذهبي پوليسو له هغو وروستيو اقداماتو سره خپل مخالفت پټ نکړ چې ښځو ته د ښځينه نيکرونو او خوب کاليو په دوکانو کې د کار اجازه ورکوي، هغه څه چې ډېرو سعوديانو يې له اوږدې مودې غوښتنه درلوده.

د پوليسو نوى مشر د يوې مخورې مذهبي کورنۍ غړى دى چې له واکمنې سعودي کورنۍ سره نژدې تړاو لري.

ده په ٢٠١٠ کال کې يوه مرکه درلوده او په هغې کې يې په دوکانو کې د ښځو د کار ملاتړ او د کوچنيو نجونو د ودولو مخالفت کړى و- او که د مذهبي پوليسو له سترگو ورته وکتل شي، نو دا دواړه خورا پرانستي دريځونه برېښي.

ورته مطالب