پښتونخوا، د نورالبشر نويد کالم: زۀ پېښور يم

نورالبشر نويد د انځور حقوق b
Image caption نورالبشر نويد پېښور مېشتى ليکوال دى چې د بي بي سي پښتو وېبپاڼه ته به د پښتونخوا په نامۀ پرله پسې کالمونه ليکي.

زما مينه والو!!

زه ځان در معرفي کوم ځکه چې اوس هغه پېښور نه يم.

زما څيره بدله شوې ده. حالاتو زما په مخ څه عجيبه عجيبه نوکارې راښکلي دي.

کله کله چې زه ځانته هم په نظر شم وګورم نو ځان راته بل بل شان ښکاره شي، لکه څوک چې پردۍ جامې واغوندې، ځکه د هر څه نه لومړى ځان معرفي کوم چې ما ووپېژنئ.

هو!!

زه پېښور يم!!

لکه يو مشکوک قيدي، چې د اوسپنو په حصارونو زنځيرونو کې راګېر يم، لکه چې ما غټ جرم کړى وي، زه چا تړلى يم په زنځيرونو کې!!

زما نه چاپېره د شګو غټې غټې بوجۍ دي، د شګو ديوالونو کې چې ځانته ګورم نو زړهٴ مې تنګ شي، وايم چې د دې قېده بهر ووځم، خو څنګه ووځم چې زما په هکله مېندې خپلو زامنو ته په وېره وايي!!

بهر چې دې زړهٴ تنګ شي سمدستي کور ته راځه

وختونه ډېر خراب دي لږ وختي کور ته راځه

څه عجيبه حالات دي، خلک زما نه وېره کوي، زه د خلکو نه وېرېږم، دا داسې وېره ده چې شکونه يې راپېدا کړي دي، موږ ټول په يو بل شکى يو. زما سترګې د شګو په دېوالونو کې پټې دي، زه هيڅ نه وينم، خو کله کله چې ناڅاپه د بارودو تريخ لوګى په ما ولگي، د چيغو د ژړا د شوره وبوګنيږم نو په غوږونو کې مې دا ټپه راننوزي!!

په ما دې وکړهٴ په تا وشه

واړهٴ دې مړهٴ شه لوى دې وغواړه خېرونه

زه ځان سره ملامته شم وايم!!

هغه هم مانا!!

دا اوس هم زه نه يم!!

زه خو د لوى افغانستان په اور کې هغه وخت هم سوځېدم، اوس هم سوځم، دا اور پردى اور وهٴ چا راپورې کړو، هوٴ!!

اور وه اخر پورې شو په ما پورې

د اور لمبوکار هم دا دى چې په وچو هم لګي او په لندو هم!! په ما ټول عمر هم دغه شان پردي اورونه لګيدلي دي. زه يې سوځولى يم خو زما ګناه څه، زما خطا څه!!؟؟ ما ته لکونو افغانانو د مهاجرت کور ويلى دى، ما ورته هر کلى ويلى دى، ځار قربان!!

هو!!

زه اوس هغه پېښور نه يم چې ما به څوک ښکل کړي، که شونډې دې راوړي نو خوله په دې تڼاکې شي، څوک دى چې ما به په داسې حالاتو کې ښکل کړي!!؟؟

ما ته خو هغه وختونه ډېر ياديږي چې د سياست ښاغلو به د خپلو جلسو جلوسونو د پاره ښکاره کړم، چا به سور کړم، چا به شين کړم، چا به برګ بروګ کړم، زه به رنګ په رنګ شوم، د زنده باد په چيغو کې به ما ته ځان هم زنده باد ښکاره شو، ګډا به وه، ډول سرنا به وه، مستي به وه خو بيا يوه اوږده خاموشي شوه، مشکوکې شب خيزۍ واخستم، څه دور څه وخت داسې هم راغى چې زما په ښايسته اشتهاراتى بورډونو چا رنګونه اونوستل ( وپاشل) ، دا رنګونه نهٴ وو دا کله چې څوک د کرکې خټې رانولى.

په ما کې سازونه اودهٴ شو، نغمې په وير ګډې شوې، سندرې حلالې شوې، دا زما د سندرو د نغمو نه چا څومره ظالمه قرباني وغوښته، زما سندرې نغمې هم لکه د کابل حلالې شوې، زه شکي شوم هغه وخت راته زړهٴ ويلي وو، دا خاموشي به دې وخوري!! دا بلا به دې لواړ د ستونى تېر کړى.

هو!!

هم هاغه شان وشول!!

زۀ لکه د باميان د بت والوتم، سنگسار شوم، نه کافر شوم نه مسلمان شوم، ما ته د هغه ښاپېرک شبکوره حېرانتيا راياده شوه چې يو ورځې ښاپېرک سپينو کونترو او مارغانو سره راوالوتو، هغوى ورته وويې!!

ښاپېرکه!!

ته خو ځناور يې، د ځناورو پشان لنګون کوې او پۍ کوې، خپلو ځناورو له ځه!!

ښاپېرک والوتو او ځناورو له لاړو، ځناورو ورته وويې!!

يه هلکه شبکوره په سترګو ړونده ته خو لکه د مارغانو الوځې، ځه خپلو ماغانو له ورځه!!

ښاپېرک حېران دريان پاتې شو، چې نه مارغه شوم او نه ځناور!!

هو!!

زه هم حېران يم، چې زما کومه لاره کوم طرف شو!!؟؟

زما مينه والو!!

زه هغه پېښور يم د هر چا د دمې ځاى د هر چا د کيسو ځاى وم، اوس د شګو په دېوالونو کې پټ يم، زنځير زنځير او څوکۍ څوکۍ يم، په سترګو کې مې شګې دي، په مخ مې خراشونه دي، زخمونه دي، په شونډو مې د وينو سرخي ده، په زلفو کې مې د بارودو ترخهٴ دي، په اور، وينو او لمبو کې اوس يو ځل بيا د نوي بدلون چيغې اورم، بيا جنډې رپي، بيا نعرې راخيژي، بيا وعدې اورم چې تا بدلوم، تا ښکلى کوم.

زه په ويره ويره وايم!! زه هيڅ نه غواړم خو دا سپې دې رانه کرې که. زه ملنګ سهى خو د دې لنډۍ د معنې نه مې زړهٴ رپي چې!!

دا ليوني سپي به دې وخوري

ملنګه مه غواړه بې وخته خېراتونه

هوٴ!!

زه هيڅ نه غواړم، خو فقط هغه مينه هغه ښکلا او هغه شناخت غواړم چې خلک ما په کومه مينه او کوم نوم پېژني. چې بيا زما مينه والو ته زما د معرفى کولو ضرورت نه وي، چې زه وايم!!

زه پېښور يم!!

او هغوى وايي!!

موږ دې پېژنو

خو افسوس صد افسوس !!!

نن چې په ما ده نو په ما ده په اۤرام پراتهٴ يئ

اې د دنيا ولسه تاسو ته ضمير څهٴ وايي. ؟

ورته مطالب