اوباما: د سوریې حکومت باید واک پرېږدي

Image caption د سوريې د بهرنيو چارو وزارت له خوا تنېدونکې غندنې ته ډېره اړتيا ځکه نه وه، چې سوريې ته د مداخلې هر ډول ځواک استونې په اړه ريښتنی وړانديز نه شته.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې په سوریه کې روان تاوتریخوالی پرځای دی او واکمن حکومت باید واک پرېږدي.

اوباما د اردن له پاچا عبدالله ثاني سره په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پروخت وویل: ''په سوریه کې لاهم د نامقبول تاوتریخوالي شاهدان یو، له اردن سره موږ په دې اړه خبرې کوو. او بشارالاسد باید واک پرېږدي.''

د سوريې حکومت د دغه هېواد دننه تاوتريخوالي پای ته رسولو کې د مرستې لپاره له عربي هېوادونو د ځواکونو استونې وړانديز غندنه کړې ده.

په دمشق کې د بهرنيو چارو وزارت يوې اعلاميې ويلي د سوريې وګړي په هر نامه چې وي بهرنۍ مداخله ردوي. د روانې اوونۍ په لومړيو کې د قطر له امير سره يوه مرکه خپره شوې، چې په کې يې وړانديز کړی يو شمېر عربي ځواکونه دې سوريې ته واستول شي چې هلته د وژنې بهير ودروي.

لکه څنګه چې د بي بي سي خبريال جاناتن هېډ راپور راکوي د بهرنيو ځواکونو هر ډول نظر لا تر اوسه ډېر لرې برېښي.

ولسمشر بشار الاسد په خپلو وروستيو څرګندونوکې د بهرنيو توطيو په اړه ډېرې خبرې کولې، ده په ځانګړي ډول پر ګاونډيو عرب هېوادونو پړه اچوله چې د داسې ناڅرګندو ځواکمنو اړخونو خوا نيسي، چې دی پرې د سوريې د خپلواکۍ ويجاوړونې تور لګوي.

نو د قطر امير وړانديز چې په سيمه کې د ولسمشر اسد تر ټولو پياوړی مخالف دی، دا چې عرب ځواکونه دې سوريې ته واستول شي، هېڅکله د سوريې مشر ته د منلو وړ نه دی.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت له خوا تنېدونکې غندنې ته ډېره اړتيا ځکه نه وه، چې سوريې ته د مداخلې هر ډول ځواک استونې په اړه ريښتنی وړانديز نه شته.

عربي ټولنه په دې اړه چې بايد څه وشي، سره وېشلې ده، او په هر حال د سولې ساتنې ګڼ هېواديزه ځواکونو جوړونې کمه تجربه لري.

Image caption اوباما وايي چې بشارالاسد باید واک پرېږدي.

دوی به يا د سوريې حکومت له خوا يوې بلنې او يا د ملګريو ملتونو امنيت شورا هوکړې ته هم اړتيا ولري. دا دواړه خبرې شونې نه برېښي.

د سوريې مخالفو ډلو هم په اړه سلا نه ده کړې چې نړيواله پوځي مداخله د منلو وړ ده که څنګه، که څه هم دوی په زياتېدونکي ډول د سوريې دننه د ساتل شوې سپر سيمې جوړونې نظر ملاتړ کوي، چې دوی به په کې له حکومتي ځواکونو خوندی وي.

خو داسې يوه سيمه به بيا هم بهرنيو ځواکونو ته اړتيا ولري چې جوړښت يې عملی کړي، او تر اوسه هېڅ هم د دغه ډول ځواکونو چمتو کولو ټټر نه دی وهلی.

ورته مطالب