پاکستان سیمې ته د امریکا د ځانګړي استازي سفر وځنډاوه

مارک ګروسمن
Image caption پاکستان ته د مارک ګروسمن سفر داسې مهال ځنډول شوی چې د اسلام اباد او واشنګټن اړيکي سخت ترینګلي شوي.

پاکستان ویلي چې په دې بحراني ورځو کې سیمې ته د متحده ایالتونو د ځانګړي استازي مارک ګروسمن سفر ته پاکستان کې خلک خوشبین نه دي.

یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، که چېرې ځانګړی استازی اوس اسلام اباد ته ولاړ شي، ښايي د پاکستان او اسلام اباد نسبتاً ترینګلي اړیکي لاپسې خراب شي.

پاکستان ویلي، تر هغه یې سیمې ته د امریکا د ځانګړي استازي سفر ځنډولی، چې د پارلمان له خوا د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو بیا کتنه نه وي بشپړه شوې.

خبریالان وايي، د ځانګړي استازي د سفر ځنډول د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د لا ترینګلتیا یوه نښه ده.

تېه اوونۍ په امریکا کې راپورونو ویل چې ښاغلی ګروسمن له وسله والو طالبانو سره د پټو خبرو لپاره ګمارل شوی دی.

بمبار

د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکي تېره میاشت پاکستان کې د ناټو بمبارۍ کې د ۲۴ سرتېرو له وژل کېدا وروسته د ترینګلتیا وروستي حد ته ورسېدل.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل "داسې راپور ور رسېدلی، چې سیمې ته د ښاغلي ګروسمن سفر ځڼدول شوی دی."

پاکستان په تېر دسمبر کې وویل چې د امریکا له متحده ایالتونو او ناټو سره د اړیکو په بیاکتنې غور کوي.

دا مهال د پاکستان پارلمان د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ پر اړیکو بحث کوي، خو دا لا روښانه نه ده چې حکومت ته به خپل راپور کله وړاندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند مارک تونر پر تېره سه شنبې وویل، پاکستان باید سیمې ته د ځانګړي استازي له سفر پیلېدا مخکې د اړیکو د بیا کتنې چاره بشپړه کړي.

په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکي تر بل هر وخت ډېر ترینګلي شول.

ورته مطالب