جعلي جنرال، چې وزيران يې تير ايستل ونيول شو

پاکستاني پوځ
Image caption د پاکستان په څو شپېته کلن تاريخ کې پوځ تر نيمايي ډير وخت واکمن و

پاکستاني پوليسو هغه کس نيولى چې د پوځي جنرال په توگه يې ځان معرفي کاوۀ.

په کراچۍ کې نيول شوى کس مقصود شاه نوميږي او ٥٢ کلن دى.

دۀ له تيرو درو کلونو ځان پوځي جنرال معرفي کاوۀ.

دۀ به مځکه په ناقانون ډول قبضه کوله او پر حکومتي چارواکو به يې خپل کارونه کول.

پوليسو دى هغه وخت ونيو چې د پوځي جنرال په جامه کې و او له چارواکو سره يې په دې هيله ليدل چې د يوې مځکې اسناد ترلاسه کړ.

د کراچۍ د پوليسو يوۀ افسر غلام سبحاني خبري اژانسونو ته ويلي چې مقصود شاه اصلآ يو خصوصي روغتون لارۀ خو ځان يې د تورن جنرال په توگه معرفي کاوۀ.

د دۀ بخت هغه وخت کوټه شو چې مامور ته يې گواښ وکو او غوښتل يې چې ناقانون کار يې ژر وشي.

مامور پوليس پرې خبر کړل.

د متقاعد پوځي ډگروال ورور

پوليس افسر سبحاني وايي: " موږ پلټنه وکړه او څرگنده مو کړه چې جعلي جنرال دى نو ومو نيوۀ. د دۀ يو ورور متقاعد پوځي ډگروال دى چې اوس په پاکستان کې نه اوسيږي."

د مقصود شاه په کور کې پوځي جامې، يو کلاشنکوف او نور توکي هم وموندل شول.

پوليس تور لگوي چې مقصود شاه د سند ايالت د کابينې گڼ وزيران تير ايستي دي او داسې يې پوهولي چې دى جنرال دى او هغوى بايد د دۀ ځينې کارونه ترسره کړي.

مقصود شاه په خپل کار کې دومره بريالى و چې د سند ايالت د يوۀ مشهور سياستوال پير پگاړا د جنازې په مراسمو کې يې په پوځي جامه کې گډون کړى و خو بيا هم چا نه و پېژندلى.

که محکمې په جعل کارۍ تورن کړ نو پنځه کلن قيد سره مخامخيدلى شي.

په پاکستان کې پوځ خورا غښتلى دريځ لري او د دغه څو شپېته کلن هيواد په تاريخ کې تر نيمايي ډير وخت پوځي جنرالان واکمن وو.

ورته مطالب