کوډک له ديوالې کېدو د ژغورنې غوښتنه کړې ده

ايسټمن کوډک شرکت چې د لاس کامرې يې اختراع کړې له افلاس يا ديوالي کېدو د ژغورنې غوښتنه کړې ده.

Image caption کوډک ۱۳۳ کلن شرکت دی خو ډيجيټل سياليو کې يې خپل پرمختګ ونه شوی ساتلی

دغه ګام دغه شرکت ته وخت ورکوي چې له خپلو پور ورکوونکيو سره له مخامخ کېدو پرته خپل ځان له سره سمبال او منظم کړي.

کوډک ويلي دا د دې معنا لري چې د پېرودونکيو لپاره راکړه ورکړه په عادي توګه روانه ده.

کوډک چې بنسټ يې په ۱۸۸۰ مو کولونو کې د جور ج ايسټمن له خوا ايښودل شوی و، بيا د شلمې پېړۍ پر تر ټولو زياته پېژندل شوې سوداګريزه نښه بدله شوه.

د دغه شرکت کامرو او فلمونو يې، د کورنيو له عکسونو نيولې چې تر ډېره د کوډک شېبو باندې يادېدې، د تاريخي ټوټو تر ټولګو پورې په مليونو پېښې او فعاليتونه يې ثبت کړي دي.

نېل ارمسټرانګ پر سپوږمۍ د لومړي ځل ښکته کېدو پېښې ثبتولو لپاره کوډک کامره وکاروله.

که څه هم کوډک د ډيجيټل انځورونو اصلي جوړونکی بلل کېږي، خو دغه ۱۳۳ کلن شرکت ډيجيټل سياليو کې خپل پرمختګ ونه شوی ساتلی.

په تېرو کلونو کې د کوډک ارزښت بيه له ۳۱ مليارډ ډالرو له ۱۵۰ مليون ښکته رالوېدلې ده.

دغه شرکت په ۲۰۰۴ کال کې د نيويارک ډاوجونز ونډو بازار کې د امريکا تر ټولو لوړو ۳۰ شرکتونو له ډلې ولوېد.

له ۲۰۰۳ کال راهيسې کوډک د خپل صنعت ۱۲ څانګې تړلې دي.

دغه شرکت خپل کاروبار د دريو پر ځای دوو برخو کې له سره منظم کړی دی، د پېرودونکيو او سوداګرۍ په نامه يې يادوي.

کوډک ۱۹۰۰ کارګر پر دندو ګومارلي، خو دا لا تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره به د بيا سمونې دغو ګامونو له مخې اغېزمن کېږي.

په ۱۹۸۰ مو کلونو کې د برياليتوب د هسکې پر مهال کوډک د نړۍ لروبر بېلابېلو ځايونو کې ۱۴۵ زره کسان پر دندو ګومارلي وو.

ورته مطالب