افریقایي مېرمنې د خپلې خوښې جامو حق غواړي

Image caption په ۲۰۰۷ کال کې په جنوبي افریقا کې د دوربان په سیمه کې سړیو له ټولو مېرمنو وغوښتل چې لمنې او اوږدې جامې واغوندي اوپه هغو ښځو یې بریدونه کول چې پتلونونه یی اغوستي وو.

شاوخوا درې زره میرمنې د افریقایي هیواد ملاوي د بلانتایر په ښار کې د دې لپاره راټولې شوې وې چې د پتلون اغوستلو له حقه دفاع وکړي.

دوې شپې وړاندې ولسمشر بینګو وا متارکه اعلان وکړ چې ښځې حق لري ځانته د خپلې خوښې د اغوستلو جامې غوره کړي.

د ولسمشر هستینګ باندا د واکمنۍ پرمهال ښځو نه شول کولی چې پتلون واغوندي خو په ۱۹۹۴ کال کې دا قانون لغوه شو.

خو لکه چې په بي بي سي کې د افریقایي چارو خبریال ریچارد همېلتون لیکی: دا موضوع یوازې په مالاوي پورې نه ده محدوه شوې.

په افریقا کې د مېرمنو د جامو موضوع یا اقتصادي اویا هم پرهغو د فشار سره تړلې ده.

مثلاً درې کاله مخکې په کینیا کې تر ټاکنو وروسته اخ وډب کې د کیکویو د منګیکي قبیلې خپله غوسه په ښځو سړوله.

دوی هغه مېرمنې نه پرېښودلې چې پتلون یې اغوستی و او ویل یې چې پرځای دې یې اوږدې لمنې واغوندي.

د کلتور خلاف

دوی ویل چې دا د کیکویو د کلتور خلاف کار دی.

په زمیبابوې کې د اقتصادي بحران پرمهال بدماشانو په هغو ښځو بریدونه کول چې جینز یا کوبای پتلون به یې اغوستی و او دا په دې ما نا و چې دا پتلون د لوېدیځ کلتورسمبول دی.

په ۲۰۰۷ کال کې په جنوبي افریقا کې د دوربان په سیمه کې سړیو له ټولو مېرمنو وغوښتل چې لمنې او اوږدې جامې واغوندي اوپه هغو ښځو یې بریدونه کول چې پتلونونه یی اغوستي وو.

هغوی یې اړ ایستلې چې پتلونونه وباسي، هغوی یې لوڅولې اود هغوی کوډلو ته یې اورونه اچول.

مېرمنو په دیکتاتورو رژیمونو کې هم ربړې ګاللې دي.

د بېلګې په توګه په نایجیریا کې به د پوځي واکمنۍ پرمهال پرهغو میرمنو بریدونه کیدل چې رسمي غونډو ته به په رسمي درېشیو کې روانې وې.

دریشي

په همدې توګه د یوګاندا پوځي مشر ادي امین پرښځو بندیز ولګاوه چې لنډې لمنې دې نه اغوندي او امریې ورته وکړ چې دوی دې د هغو پرځای اوږدې لمنې واغوندي چې تر ښنګریو پورې پکې پټې وي.

داسې بریښي چې د مېرمنو د جامو اغوستلو په اړه دا سخت دريځي یوازې په یوه عقیده پورې نه ده محدود شوې.

په ۲۰۰۴ کال کې د کینیا په مومباسا بندر کې چې ډیرۍ وګړي یې مسلمانان دي، داسې پاڼې وویشل شوې چې میرمنو ته یې خبرداری ورکاوه چې لنډې لمنې او پاروونکي پتلونونه دې نه اغوندي کنه نو په عام محضر کې به په زور ترې وایستل شي.

په ۲۰۰۹ کال کې د سوډان په پلازمینه خرطوم کې څو ښځې له دې امله په متروکو ووهل شوې چې په رستورانت کې یې پتلونونه اغوستي وو.

په همغه کال کې په سومالیا کې د الشباب اسلام پالې ډلې میرمنې د سینه بند د اغوستلو له امله د خلکو په وړاندې په متروکو وهلې ځکه چې د دوی په وینا دا غیر اسلامي جامې دي.

ورته مطالب