د مصر پارلماني ټاکنو ډېری څوکۍ اخوان المسلمین وګټلې

د انځور حقوق AFP
Image caption په پام کې ده چې ولسي جرګه خپله لومړنۍ غونډه د جنورۍ پر ۲۳مه وکړي.

د مصر د پارلماني ټاکنو پایلو کې اسلام پالې ډلې تر نورو ډېرې رایې ګټلې دي.

اخوان المسلمین له ټول ټال رایو درې برخې خپلې کړې دي.

د مصر د ټاکنو عالي قضايي کمیسیون دغه رایې اعلان کړې.

د ولسي جرګې د ۴۹۸ څوکیو لپاره دغه ټاکنې په درو پړاوونو کې د تېر نومبر پر ۲۸مه د جنورۍ تر ۱۹ پورې ترسره شوې.

وړاندې د مصر د واکمنې وسله والې عالي شورا رییس حسین طنطاوي په پارلمان کې د لسو غړو د ټاکل کېدو فرمان صادر کړی و، چې سره له دوشنبې یې غوڼدې پیلېږي.

په دې لیست کې څلور قبطیان هم له جنوبي سیناء څخه دي.

د ویلو ده چې د مصر د پاڅون ځوانانو چې د مصري فعالانو او پاڅونکوونکو له ډلې څخه دي، د پوځي شورا له خوا یې د پارلمان د غړو د ټاکلو پر پرېکړه اعتراض کړی.

په پام کې ده چې ولسي جرګه خپله لومړنۍ غونډه د جنورۍ پر ۲۳مه وکړي.

او د مصر د پارلمان د مشرانو جرګې ټاکنې د روانې جنورۍ پر ۲۹مه ترسره کېږي، چې د فبرورۍ پر شلمه به پای ته ورسېږي.

كلنټن

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د تیلې فون پر کرښه د مصر د باندینیو چارو وزیر محمد عمرو د مصر د سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه غږېدلې ده.

نوموړې له خپل مصري سیال سره د سوریې پر وضعیت هم خبرې کړې.

ورته مطالب