د مصر دیموکراتیک پارلمان لومړنۍ غونډه وکړه

Image caption په مصر کې ی د حسن مبارک د رژیم له نسکوریدو وروسته ددغه هیواد منتخب پارلمان په لومړي ځل غونډه وکړه

په مصر کې یو کال مخکې د حسن مبارک د رژیم له نسکوریدو وروسته د دغه هیواد منتخب پارلمان په لومړي ځل غونډه وکړه.

په نوي پارلمان کې اکثریت د اسلام پالو دی.

د پارلمان د غونډې پرمهال د بیلا بیلو ګوندونو په زرګونو پلویانو مظاهره وکړه.

د پارلمان لومړنۍ غونډه له یو لړ بي نظمیو سره هغه مهال مخامخه شوه چې یو شمېر نویو انتخاب شویو وکیلانو له لوُړې کولو ډډه وکړه او ویل یې چې باید د خدای قوانینو ته ژمن اوسو او یا دا چې پاڅون ته دوام ورکوو.

د پارلمان له ودانۍ بهر بیا په زرګونو کسانو مظاهره کوله.

ځینو د اخوان المسملین په پلوي چې په پارلمان کې یې اکثریت ګټلی شعارونه ورکول ځینو نور بیا دهنري او اکاډیمکو آزادیو غوښتنه کوله.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پارلمان په داسي حال کې غونډه وکړه چې په زرګونو کسانو بهر مظاهرې وکړي. ځینو د اخوان المسلمین پلوي کوله ځینو نورو بیا اندیښنه لرله چې آزادۍ به یې له ګواښ سره مخامخې شي

دې مظاهره کوونکو اندیښنه لرله چې ښايي یادې شوې دا آزادۍ به اوس له ګواښ سره مخامخ شي.

د پارلمان د لومړنۍ غونډې پرانستنه مرستیال مشر محمود السقا وکړه.

" شروع کوم دبښوونکي او مهربانه خدای په نامه. موږ دا تاریخې غونډه پیلوو. له تاسو غواړم غلي شئ چې موږ په دې ستره ورځ خپله دنده ترسره کړو. د الله په نامه او د خلکو په نامه موږ د پارلمان د مسلسلو غونډو لومړنۍ غونډه پیلوو."

په پارلمان کې اکثریت

دا پارلمان په مصر کې په آزاده توګه د رایې اچونې پایله ده چې اکثریت په کې د اخوان المسلمین دی او ورپسې سخت دریځه سلفیان دي چې ډیرې څوکي یې ګټلي دي.

اخوان المسلمین ټینګار کوي چې دوی به مدني ارزښتونو او عملي لارو چارو ته پام کوی.

د پارلمان له غونډې دمخه د ګوند یوه چارواکي سعد الکتاني وویل پارلمان به په پاڅون کې د وژل شویو او ټپیانو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

"دا پارلمان دروند بار پر اوږو لري ځکه د خلکو هیله باید پوره شي. زه ګومان کوم چې دا پارلمان به په خپلې لومړنۍ غونډې کې د شهیدانو او بي وزلو ټپي شویو خلکو چې د تیر رژیم پرمهال څنګ ته کړای شوي وو پر حقونو سره سلا شي. دې خلکو ته به لومړیتوب ورکول کیږي چې د پارلمان اجنډا وټاکي."

دغه راز د اخوان المسلمین ګوند وايي تر هغه چې د راتلوونکې جون په میاشت کې ولسمشر ټاکل شوی نه وي دوی په حکومت کې څوکي نه غواړي.

اخوان المسلمین ټینګار کوي چې په هیواد کې به د اسلامي قوانینو په نافذولو ډراماتیک بدلون رامینځ ته نه کړي خو لبرال او سیکولر ګوندونه اندیښنه لري چې که اخوان المسلمین او پوځ د واک پر سر جوړجاړي ته ورسيږي ښايي اسلامي قوانین نافذ کړي.

ورته مطالب