حنا کهر د سولې بهير د بيا غوړيدا لپاره کابل ته ځي

حنا د انځور حقوق BBC World Service
Image caption معلومه نه ده چې حنا کهر به کله افغانستان ته ځي

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر څخه غوښتي چې افغانستان ته لاړه شي.

پاکستاني مامورين وايي هيله دا ده چې ميرمن کهر په افغانستان کې د سولې او بيا پخلاينې د گډ بهير په بيا غوړولو خبرې وکړي.

د پاکستان د لومړي وزير له دفتره په خپره شوې يوه خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې دا پريکړه په هغه غونډه کې وشوه چې لومړي وزير يې مشري کوله.

په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره او د پوځ لوى درستيز جنرال اشفاق پرويز کياني هم و.

د پاکستان د استخباراتو د ادارې ، اى ايس اى، مشر جنرال احمد شجاع پاشا هم د غوندې له برخه والو څخه و.

د اغلې کهر د سفر لپاره نېټه او نور جزييات نه دي په ډاگه شوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول دم گړۍ له ولسمشر کرزي سره د ترکمنستان او اروپا په سفر دى.

سيمه

د پاکستان د لومړي وزير د دفتر اعلاميه وايي چې په دې غونډه کې د افغانستان د سولې او بيا پخلاينې پر بهير خبرې وشوې.

دوى د افغانستان سوله د سيمې د ثبات او امن لپاره مهمه وبلله.

اسلام اباد په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا د ولسمشر ځانگړى استازى مارک گروسمن پرېنښود چې ورشي.

خبريالان وايي چې پاکستان په دې ناخوښه و چې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانيستلو په برخه کې دوى ته ډير څه نه دې ويل شوي.

په افغانستان کې ډير پاکستان د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورنوي.

د پاکستان د استخباراتو اداره اى ايس اى د طالبانو په ملاتړ، سمبالولو او روزلو تورن شوي خو دوى دا خبره دوى ردوي.

ورته مطالب