د بشر نويد کالم پښتونخوا : امن جرگه

جرگه د انځور حقوق Getty
Image caption "په کابل کې د لويې جرګې سره جوخت په پښتونخوا کې هم د امن جرګې لپاره هلې ځلې پېل شوې"

امن د ټولې نړۍ د انسانانو بنيادي ضرورت او جرګه د پښتون افغان دروند روايت!!

امن په ټوله دنيا کې د جنګ اور مړ کوي او جرګه زموږ د پښتونولۍ، لوى افغانيت يو ژوندى تاريخ دى، چې نن ورته ټول قامونه رجوع کوي.

په کابل کې د لويې جرګې سره جوخت په پښتونخوا کې هم د امن جرګې لپاره هلې ځلې پېل شوې، اول په پېښور کې د قبايلو د پاره او بيا په نوښار کې د پښتون جرګه فورم له خوا امن جرګه وشوه.

د دې نه وړاندې افضل خان لالا هم په پېښور کې داسې جرګه کړې ده، اې اين پي ( عوامي نشنل گود) هم يوه لويه جرګه په باچاخان مرکز کې کړې ده، ټول قامي ملي مذهبي مشران ډلې او تنظيمونو پکې ګډون درلودلى و.

يو ښه ژور اثر يې هم غورځولى دى ځکه چې دا د حالاتو تقاضه وه او اوس هم ده چې په قامي ستونزو قامي مشران شريک کيني او د يو بل سره جرګه وکړي، خو د جرګې بنيادي کاميابي دا وي چې جرګه خپلو ولسونو ته يوه شريکه فېصله او تګ لاره ورکړي.

خو د بده مرغه دې جرګو فقط د تقريرونو وېناګانو، مقالو او جذباتي خبرو نه پرته هيڅ فېصله او تګ لاره قام ته ورنه کړه، تر کومې پورې چې د جرګې د رواياتو، د امن د جذبو او احساساتو خبره ده نو دا وخت د جنګ نه ستړي ولسونه امن غواړي، د امن جرګه غواړي او صفا تګ لاره غواړي، موږ د امن غوښتنه کوو، ضرورت يې محسوسوو، امن غواړو هم او د امن د پاره اواز هم پورته کوو خو نتيجه نه لرو.

د پښتون جرګه فورم له خوا چې په پېښور کې او بيا په نوښار کې کومه لويه غونډه د جرګې په نوم وشوه د دې مرکزي کردار افضل خان لالا و خو د سياسي وجوهاتو په بنا د دې جرګې نه خان لالا په شا شو، خو د هغه مينه وال کشران په دغه مېدان کې يوازې پاتې شول، په يوازې سر دا جرګه زه د محترم اجمل خټک د دې شعر په رڼا کې ګورم!!

نن ټول خلک د هغه محبوبا سندرې وايي

خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله

د امن د محبوبې سندره ټول ولسونه وايي موږ خو په دې منطقه کې دا خبره ځکه کوو او ځکه يې غواړو چې زمکه زموږ د پښو د لاندې ګرمه ده، په اور موږ ګرځو او د افسوس خبره دا ده چې د پښتنو افغانانو د جرګو مشران په حملو کې د مينځه ځي، څوک چې په دې خاوره کې د جنګ اور مړ کول غواړي د هغه په سر اور لګوي، څوک چې د امن لشکر مشري کوي، هغه په ګولۍ وولي، څه موده وړاندې د قبايلو سيمو نه قامي مشران د فېصلو د جرګو درانه خلک پېښور ته راغلل چې د هغوى سرونو ته خطره وه، ډېر پکې په پېښور کې هم د دهشت ګردۍ ښکار شول.

موږ د داسې سختو حالاتو سره مخامخ يوو چې هم مړه کيږي هم پړه کيږي، زموږ د امن غوښتنې څومره مظلومې دي، د وخت او حالاتو شرطونه څومره ظالم دي، زموږ په پښتني رواياتو کې هم او په مذهبي رواياتو کې هم بوډا، سپين ږيري، زنانه تورسرې او تنکي ماشومان معا ف دي، خو پښتني او مذهبي روايات دواړه زخمي دي، نه سپين ږيري، نه تورسرې او نه ماشومان د دې اوره محفوظ پاتي شول.

د دريو لسيزو په اوږد جنګ کې د پښتنو افغانانو په لروبر هديرو کې د قبرونو په کتبو د مړو د نومونو سره د شهيد حرف په اصل کې يو سواليه نشان دى!!

شهيد پکې مشکوک دى او غازي پکې بدنام

پښتون عجيبه جنګ ته دى راوتى په جنجال

د اوږد جنګ اخري فېصله د امن په جرګه وي، د لويو طاقتونو لويو لويو جنګونو دا ثابته کړې ده چې جنګ د قامونو بربادي او امن د انسانانو بقا ده.

په دغه حواله په لروبر ولسونو کې د لويو جرګو، د امن جرګو د پاره هر څوک يوه جذبه او احساس لري، خو زموږ په پښتونخوا کې هم داسې جرګې او د امن جذبې او اوازونه د سياستونو ښکار شي، يو قامي سياست وي بل پارلمانى وي، د قامي سياست تعلق د قامي غوښتنو او ستونزو سره وي، پارلماني سياست خپل اداب او پاليسۍ لري، زموږ په پارلمانى سياست کې د قامي غوښتنو او د پارلمانى پاليسو مفادات د يو بل په ضد دي، ځکه خو چې زموږ ځينې قامي مشران د پارلماني سياست په پاليسو کې وونښلي نو قامي غوښتنې، قامي روايات ، امن جرګې او فېصلې لاندې پاتې شي.

د پښتون جرګه فورم امن جرګې سره هم هغه سلوک وشو، لوى لوى سياسي قامي د پارلمانى ډلو مشران، پښتانه قام پرستان بهر پاتې شول او هغه قوتونه، انفرادي وه او که اجتماعي وو امن جرګې ته راغلل چې هغوى د امن غږ پورته کولى شي خو د پښتنو لروبر ولسونو مقدمه هغه اېوانونو ته نه شي رسولى کومو اېوانونو کې چې د اۤيين قانون او د پارلمانى ادابو او پاليسو په حاشيو کې دا مقدمه ځايوي او هغې له داسې نوم او مقام ورکوي چې ''صوبه سرحد'' له يې د خېبرپښتونخوا شناخت ورکړو.

د امن جرګې دا جذبات او احساسات ښه او ښکلي ډېر دي خو هره جذبه او احساس يوه نتيجه غواړي، خو دلته سوال دا دى چې زموږ د قامي تحريکونو، د قامي غورځنګونو، د امن د غږونو، د جرګو او فېصلو نتيجه ولې نشته!!؟؟؟

ورته مطالب