فلپین کې یوه کس ۱۵ کب نیوونکي په ډزو ووژل

Image caption د پېښې قربانیان د پګادیان سیمې اوسېدونکي دي.

د فلیپين سوېلي کې یوه سړي پر درو کب نیوونکو کښتیو ډزې کړې، چې لږترلږه ۱۵ کب نیوونکي یې وژلي دي.

چارواکو ویلي، چې دا پېښه د کب نیونې د سیالۍ پرمهال شوې ده.

دا پېښه د فلپین په باسیلان ولایت کې شوې ده، چې تر ډېره پکې اسلامپاله یاغیان نفوذ لري.

په پېښه کې درې نور کسان ټپیان دي.

فلپیني پولیس وايي چې یو شمېر شکمن یې مشخص کړي، خو تر اوسه یې هېڅوک هم نه دی نیولی.

د سیمه ییزو وسله والو ځواکونو ویاند جګړن راندولف کبانګبانګ فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي : "د پېښې قربانیانو کبان نیول، چې له یوې کب نیوونکې ډلې سره په مسابقه کې وو."

نوموړی ددې پېښې تر شا د اسلام پاله اورپکو لاس لرل نه ردوي.

پولیسو ویلي چې ښايي په دې برید کې ۱۰ شکمنو برید کوونکو برخه اخیستې وي.

کب نیکوونکي پر درو لرګینو کښتیو ناست ول، او په سیباګو کې باسیلان ټاپو ته روان و، چې وسله والو یې پر کښتیو ډزې وکړې.

د پېښې قربانیان د پګادیان سیمې اوسېدونکي دي.

یوه ژغورل شوي کب نیوونکي پولیسو ته ویلي چې دوی غوښتل چې د برید له سیمې ځانونه وباسي.

د بي بي سي د مک ګیون د راپور له مخې، فلپین کې تر یو میلیون ډېر نا ثبت شوې وسلې شته، چې په هرو ۴۰ وګړو کې د یوه لپاره یې یو میل وسله رسېږي.

باسیلان د اسلام پالو سخت دریځو له خوا د مسیحي وګړو پرضد د فعالیتونو لپاره کارول کېږي.

ډېر کله په دې سیمه کې د دلو له خوا ځینې بهرنیان تښتول کېږي.