اوباما وايي د اسامه اوقذافي وژل کېدل د دوى د تگلارې لاسته راوړنه ده

د انځور حقوق Getty Images

اوباما وايي د اسامه اوقذافي وژل کېدل د دوى د تگلارې لاسته راوړنه ده

د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي دي چې د القاعدې جنګياليو ماته خوړلې او هم د طالبانو زور مات شوی، چې ورسره يې په وينا خپل ټاټوبي ته د ځواکونو ستنېدا پيل شوې ده.

ښاغلي اوباما چې د خپل هېواد کانګرېس دواړو جرګو ګډې کلنۍ غونډې ته يې وينا کوله، وويل چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن او د لبيا د ولسمشر معمر قذافي وژل کېدل د امريکا د بهرنۍ تگلارې لاسته راوړنه ده.

.

ولسمشر بارک اوباما خپلې دې وينا کې د اسامه بن لادن او معمر قذافي وژل کیدل د خپلې بهرنې تګلارې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل او اشاره یې وکړه چې امریکایان هر څه ترلاسه کولای شي، که په ګډه ورته هڅه او هاند وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې اوس په عراق کې امریکایان نشته او نور نو اسامه بن لادن امریکا ته یو ګواښ نه دی. ولسمشر بارک اوباما وویل د القاعده لوړ رتبه قوماندانان مات شوي او په افغانستان کې د طالبانو زور هم راکم کړای شوی دی.

ده وویل اوس د تیرو څو کلونو په پرتله امریکا د نړۍ په چارو کې ډیره مهمه ګڼل کیږي.

خو د ولسمشر بارک اوباما جمهوریت غوښتونکي سیلان داسي نه ګڼي او وايي ولسمشر بارک اوباما په ځینو موضوګانو لکه له ایران سره په چلند کې کمزوری دی. دوی زیاتوي چې ولسمشر اوباما نۀ دى توانیدلى چې ایران له خپلو اتومي فعالیتونو څخه لاس په سر کیدو ته اړباسي.

خو ولسمشر بارک اوباما کانگرس ته ته خپلې دې وينا کې له خپلو اروپايي متحدینو سره یوځای د ایران د تیلو پر واردلو او بانکې برخې بندیزونه د ایران د اتومي فعالیتونو د بندولو هڅه وګڼله او ټینګار ېې وکړ چې د پوځي اقدام په ګډون ټول انتخابونه اوس هم په خپل حال دي. د امریکا ولسمشر ومنله چې په حکومت کې یې ځینې نیمګرتیاوې شته چې په وینا یې اصلاحات غواړي خو ټینګار یې دا وو چې دا د ټولو ګډ مسوولیت دی.

خو د ولسمشر اوباما د څرگندونو برعکس جمهوریت غوښتونکي د ښاغلي اوباما اداره کمزروې ګڼي او وايي بهرنۍ او کورنۍ تګلارې یې هغسې نه دي چې باید وي