م.م په لیبیا کې نارامي ډیره شوې ده

د انځور حقوق Reuters
Image caption لیبیا کې د ملګرو ملتونو استازی این مارټین وايي بن غازي کې وروستیو شخړو وښودله چې حکومت پر بي ثباتۍ او اورپکو کنترول نه لري.

لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو استازی اين مارټین وايي په لیبیا کې د د وسله والو ډلو له امله نارامي ډیره شوې او په زرګونه کسان په غیرقانوي ډول له مليشو سره بندیان دي.

د امنیت شورا ته په وینا کې ښاغلي مارټین وویل په بني ولید او بن غازي کې وروستیو شخړو وښودله چې حکومت پر بي ثباتۍ او اورپکو کنترول نه لري.

"د لیبیا پر انتقالي مشرتابه نیوکې زیاتې شوې دي او په وروستیو ورځو کې د دیموکراتیکو اصولو پرخلاف داسي نیوکې شوي چې فیزیکې تاوتریخوالی هم په کې راځي. له همدې امله د انتقالي ادارې مرستیال مشر استعفی ورکړه. په عین حال کې په بني ولید کې د شخړو له امله سوله په یوې جدي ننګونې بدله شوې ده."

ښاغلي مارټین زیاته کړه چې د لیبیا انتقالي حکومت د پخوانیو وسله والو بي وسلې کولو لپاره اقدامات کړي خو په بریالیتوب نه دی توانیدلی چې د وسلو او وسله والو ډلو د زیاتیدو د مخنیوي په برخه کې خپل مشروعیت ثابت کړي.

غیر قانوني زندانونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشره ناوي پیلي وايي د قذافي پلویان د وسله والو ډلو په غیرقانوني زندانونو کې ساتل کیږي او ناوړه چلند ورسره کیږي.

" یوه برخه چې زه په یې په اړه ډیره اندیښمنه یم هغه د زندانونو حالت او په زندانونو کې له زندانیانو سره د وسله والو ډلو له خوا چال چلند دی. د سره صلیب نړیوالۍ کمیټې د ۲۰۱۱ کال د مارچ له میاشتې نه تر ډسمبره پورې په ۶۰ ځایونو کې له اته نیم زرو زندانیانو سره لیدلي دي. اکثره کسان د قذافي په پلوۍ تورن دي یو زیات شمېر پکې افریقایان دي. د مرکزي چارواکو له خوا نه څار ددې لامل کیږي چې له دغو زندایانو سره ناوړه چلند وشي او شکنجه شي."

ملګرو ملتونو د لیبیا له انتقالي حکومت نه غوښتنه کړې چې ددې غیرقانوني زندانونو کنترول خپل کړي، د بندیانو دوسې له سره وڅیړي او له هغوی سره قانوني چلند وکړي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که د وسله والو ډلو مخنیوی ونه شي ښايي دتاوتریخوالي لمن نورو سیمو ته هم وغزیږي خو د لیبیا ددفاع وزیر اسامه ال جوالي چې په بني ولید کې یې له اورپکو سره خبرې کړي خبریالانو ته وویل اوس حالات په کنترول کې دي.

ورته مطالب