عربي ټولنې په سوريه کې خپل څارونکى ماموريت وځنډاوۀ

سوریه
Image caption د عربي ټولنې له خوا د ځنډېدو پرېکړه، دومره د څارونکو د خونديتوب لپاره نه ده چې څومره سياسي ده.

عربي ټولنې په سوریه کې د تاوتریخوالي له ډېرېدا سره سم خپل څارونکى ماموريت وځنډاوه.

عربي ټولنې خپل ماموريت همدا څو ورځې دمخه د يوې بلې مياشتې لپاره غزولى و، خو د خليج عربي هيوادو ترې خپل استازي و ايستل او درنښت يې ور زيانمن کړ.

د سوريې د حکومت مخالفينو لا دمخه عربي څارونکى ماموريت رد کړى او ناکام بللى و.

د عربي ټولنې مشر نبیل العربي له روسانو سره په سلا مشورو بوخت و چې د ملگرو ملتو په امنيت شورا کې د عربي ټولنې له طرحې سره مخالفت پايته ورسوي.

د عربي ټولنې مرستيال مشر احمد بن حلبي بي بي سي ته وويل چې سملاسي په سوريه کې حالت ډېر خطرناک دى:

"د سوريې ويجاړېدونکي امنيتي حالت او د تاوتريخوالي ډېرېدو ته په پام سره چې موږ ته په سوريه کې د اوښتون يو خطرناک ټکى برېښي، د عربي ټولنې سرمنشي د سوريې په گډون د يو شمېر عربي هيوادو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره ټېلېفوني سلا مشورې وکړې.

سرمنشي د څارونکي ماموريت د غړو د خوندي توب لپاره، ددغه ماموريت د ځنډولو پرېکړه وکړه. دا پرېکړه به تر هغو پر خپل حال وي چې دعربي هيوادو د بهرنيو چارو وزيران د ماموريت پر راتلونکې د غږېدو لپاره بيا سره ټولېږي."

د انځور حقوق AFP
Image caption نبیل العربي له روسانو سره په سلا مشورو بوخت و چې د ملگرو ملتو په امنيت شورا کې د عربي ټولنې له طرحې سره مخالفت پايته ورسوي.

په بيروت کې د بي بي سي خبريال جيريمي بوين په خپل رپوټ کې وايي په تېرو لسو ورځو کې روښانه شوه چې د جگړو زور په ډېرېدو دى.

"د آزادې سوريې لښکر"

د اسد رژيم ځواکونه پر هغه چا چې دوى يې "ترهگر" بولي، بريدونه کوي. د مخالفينو پوځي ځواک چې ځانته "د آزادې سوريې لښکر" وايي، ورځ تر ورځې زړورېږي او وايي د هغه چا ساتنې ته سپر شوي چې رژيم يې په وژلو پسې دى. دوى د دمشق په سني مېشتو بېوزلو سيمو کې اوس ښکاره گرځي.

د عربي ټولنې له خوا د ځنډېدو پرېکړه، دومره د څارونکو د خونديتوب لپاره نده چې څومره سياسي ده. د عربي ټولنې مشر نبيل العربي وويل چې دا پرېکړه يې تر هغه وروسته وکړه چې د سوريې رژيم جگړو ته لا زور ورکړ.

دا پر داسې يوه مهال پر دمشق د زور اچولو بله لار ده، چې د ملگرو ملتو امنيت شورا د سوريې پر کړکېچ رايو ته ځان جوړوي.

Image caption عربي څارونکو له هغه مهاله چې ماموريت يې يوه بله مياشت وغزېد، ډېر لږ څه کړيدي.

برتانيه، فرانسه او امريکا د عربي ټولنې د هغې پرېکړې تر څنگ ولاړ دي چې د سياسي لېږد د يوې برخې په توگه له ولسمشر اسد نه د استعفى غوښتنه کوي.

روسيه په پرله پسې ډول له هر هغه څه چې ښايي نتيجه يې د رژيم بدلون يا بهرنۍ پوځي لاسوهنه راوخېژي، مخالفت کوي.

عربي څارونکو له هغه مهاله چې ماموريت يې يوه بله مياشت وغزېد، ډېر لږ څه کړيدي.

زه د جمعې پر سهار ورسره ملگرى ووتم. دوى د يوه ساعت لپاره د دمشق په منځ کې، د اخ وډب له سيمو ډېر لېرې په موټرو کې وگرځېدل، راوگرځېدل او وروسته خپلو هوټلونو ته ستانه شول.

ورته مطالب