کابل کې شخصي زندان لرونکی امریکایی ومړ

جانتن ادیما
Image caption په ۲۰۰۴ کې جانتن ادیما په کابل کې د محکمې له خوا د ناقانونه شخصي زندان لرلو له کبله په لسو کالو بند محکوم شو، خو بیا کرزي وباښه.

جانتن ادیما وروسته تر هغه په رسنیو کې مطرح، چې د ۲۰۰۴ په جولای کې د کابل یوې محکمې له خپلو دوو امریکايي ملګرو سره په افغانستان کې د یوه ناقانونه زندان په جوړولو تورن وپېژانده.

که څه هم په تېره لسیزه کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه چندانې بریالۍ نه وه، خو د ترهګرو د ځپلو په لړ کې جانتن ادیما د کابل یوې محکمې له دې کبله تورن وباله، چې ګني د کابل په څنډه کې یې یو شخصي زندان درلود، او هر ږیرور سړی به یې له کوڅې ورته راکشکاوه.

پر نوموړي دا تور هم و چې بې ګناه کسان یې پخپل دې ناقانونه زندان کې شکنجه کړي دي.

خو نوموړي ادعا کوله چې ګني دی د امریکايي استخباراتو او ددفاع وزارت لپاره د ترهګرۍ پرضد کار کوي، خو په حقیقت کې دا څرګنده شوه چې خبرو یې حقیقت نه درلود.

خو نوموړی په ۲۰۰۷ کال د ولسمشر حامد کرزي د عمومي بښنې په لړ کې وبښل شو.

جانتن ادیما د تېرې اوونۍ په وروستیو کې په مکسیکو کې د اېډز د ناروغۍ له کبله د ۵۵ کالو په عمر ومړ.

د ۲۰۰۴ کال په سپتمبر میاشت کې د کابل یوې محکمې درېواړه امریکایان په اتو تر لسو کالو زندان محکوم کړل.

Image caption پر جانتن ادیما تور و چې په ۲۰۰۱ کال یې د ډېر وخت لپاره له لارو کوڅو هر ږیرور د ترهګر په نامه کړولی او نیولی دی.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی جنانتن کا ادیما او ۲۸ کلن برنټ بنټ د هوايي پوځ کنټرلوونکی، په لسو کالو بند محکوم شوي وو.

له دوی سره یو فلمي عکاس اډوارډ کرابالا هم په اتو کالو بند محکوم و.

پر دې سربېره، له دوی سره څلور افغان کارکوونکو ته د یو یو کال بند سزا واورول شوه.

په دغو افغانانو کې د امریکایانو یو ۱۵ کلن ژباړن هم و، چې د محکمې د پرېکړې اورېدو پرمهال یې ژړا ته مخه کړه.

ورته مطالب