هند له فرانسې جنګي الوتکې پېري

Image caption د هند د الوتک پېرنې پرېکړه کې کېدی شي پراخو سټراټيژيکو انګېرنو هم رول لوبولی وي.

د هند حکومت اعلان کړی چې له فرانسې نه به د نوي نسل جنګي الوتکې پېري. دا په څو کلونو کې په دفاعي چارو کې د نوي ډيلي تر ټولو ستر تړون بلل کېږي.

د الوتکو د پېر دغه قرارداد کېدی شي ۱۵ مليارډ ډالره ارزښت ولري.

له نوي ډيلي نه د بي بي سي خبريال انډرو نارت په خپل راپور کې وايي د هند دا پلان چې د (ډاسال) په نامه فرانسوي شرکت نه ۱۲۶ رافال جنګي الوتکې وپېري، د فرانسويانو لپاره يو ستر بری بلل کېږي.

ځکه چې د دغو الوتکو سوداګريز راتلونکي په اړه شکونه وو. په همدې کچه دا بيا د يورو فايټر ټولنې لپاره، چې د بريتانيا ايروسپېس او درې نور اروپايي شرکتونه هم په کې دي، يو ستر زيان ګڼل کېږي.

بريتانوي چارواکيو ويلي دغې پرېکړې نهيلي کړي دي. دغه پرېکړه داسې شکونه هم راپورته کوي چې ګنې په هند کې د بريتانيا ښکېلاکي تاريخ له امله شوې، خو چارواکيو ويلي دوی ته د دې ډاډ ورکړل شوی چې خبره تر ډېره د الوتکې له بيې سره تړلې او له هند سره د اړيکو کوم ځانګړی حالت نه راغبرګوي. د هند حکومت يوه اعلاميه کې ويل شوي چې له

وروستي تړون مخکې به له فرانسويانو سره په دې اړه لا نورې خبرې کېږي.

خو په هر حال د هند دا پرېکړه د هنديانو پرله پسې هلو ځلو څرګندونه کوي چې له مخې يې غواړي خپل هوايي ځواک ته په عصري بڼه پرمختګ ورکړي، په داسې وخت کې چې چين، د سيمې بل ځواکمن پوځي لوبغاړی هم په پام وړ ډول خپل هوايي ځواک ته پرمختګ ورکوي. د بي بي سي د دفاعي او دپلوماتيکو چارو خبريال جاناتن مارکوس په خپله اروزنه کې وايي هند له وړاندې

د فرانسې جېټ الوتک پېرنې پېښ لړ لري. هنديانو په غوڅ ډول د خپل پېر لپاره دوه امريکايۍ او يوه روسۍ ډوله الوتکې له سيالۍ ايستلې دي.

د هند د الوتک پېرنې پرېکړه کې کېدی شي پراخو سټراټيژيکو انګېرنو هم رول لوبولی وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د الوتکو د پېر دغه قرارداد کېدی شي ۱۵ مليارډ ډالره ارزښت ولري.

هند چې له اوږدې مودې يې پر روسۍ وسلو تکيه کوله، اوس لېواله دی چې د وسلو پېر رنګارنګ کړي. د دوی په اوسنيو روسي جنګي الوتکو کې د خونديتوب ستونزې هم کېدی شي د وروستي دريځ د لامل يو اړخ وي.

دوی د الوتکو دوه امريکايۍ سيالانې تر يوې اندازې د دې باور له مخې لرې کړې چې توان يې محدود و، او تر يوې اندازې يې هم له قرارداد سره تړلي لاملونه وو.

د الوتکو صنعتګرو په وينا د قراداد بشپړونې خبرې لا تراوسه کېدی شي تر مخ خنډنه لار ولري، او دا ناشونې نه ده چې کوم بل سيال هم ډګر ته راودانګي، او د هند دريځ لا تراوسه وروستی نه ښکاري.

ورته مطالب