عرب لیګ: امنیت شورا دې د اسد لیرې کولو هڅه وکړي

امنیت شورا
Image caption عربي چارواکو وويل چې نه د رژيم د بدلولو او نه هم د نړيوالې لاسوهنې غوښتونکي دي.

د عربي ټولنې وتلو غړو هڅه درلوده چې د ملگرو ملتو امنيت شورا په سوريه کې د تاوتريخوالي د پايته رسولو لپاره د خپل وړانديز ملاتړ ته وهڅوي.

ويل کېږي چې د امنيت شورا له پنځلسو غړو څخه، لس يې ددغه پلان پر خوا دي. خو روسيې غندلى او وايي کېدى شي په سوريه کې کورنۍ جگړه راپيل کړي.

په نيويارک کې د ملگرو ملتو له مرکز نه باربرا پلېت په خپل رپوټ کې وايي:

د عربي ټولنې چارواکو له امنيت شورا نه وغوښتل چې په سوريه کې يې د سولې د پلان ننگه وکړي.

د رژيم د وژنې ماشين د قطر د صدراعظم په وينا هماغسې چالان پاتې دى. د هغوى لوېديځو ملاتړو دغه پيغام لا نور هم په خپل دې ټينگار روښانه کړ چې د تاوتريخوالي ډېرېدو ته د غبرگون ښودل ضروري دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د تاوتريخوالي پړه بشپړه د حکومت پر غاړه واچوله. آغلې کلنټن دغه راز وويل چې د لېيبا حالت جلا و او په سوريه کې له حالاتو سره د پرتلې وړ نه دي.

خو د عربي پلان په ملاتړ د ملگرو ملتو پرېکړه د روسيې د سفير ويتالي چورکين له هرکلي سره مخامخ نشوه.

روسيه د سوريې نژدې ملگرې ده او د عربي ټولنې دا غوښتنه يې چې ولسمشر بشارالاسد دې واک وسپاري، غندلې ده.

ښاغلي چورکين وويل په هره پرېکړه کې يوازې د عربي ټولنې او مخالفينو نه، چې د سوريې د رژيم ملاتړ هم ضرور دى.

عربي چارواکو وويل چې نه د رژيم د بدلولو او نه هم د نړيوالې لاسوهنې غوښتونکي دي.

په څو راتلونکو ورځو کې به روښانه شي چې آيا دوى د روسيې پر قانع کولو بريالي شوي دي او که نه.

برتانيا او نور لوېديځ دولتونه هيله من دي چې دا غونډه به د روسيې دريځ دومره پوست کړي د ويټو له کارولو ډډه وکړي.

ورته مطالب