بلوچستان کې ١٥ پاکستاني عسکر وژل شوي

پاکستاني عسکر
Image caption په دې وروستيو کې پر پاکستاني سرتيرو په بلوچستان کې بريدونه ډير شوي دي

له کوټې څخه ٦٠ کلومیتره ليرې ختيځ لور تہ د مچ ولسوالۍ پہ غرني سیمہ مارگټ کې تیرہ شپہ د ناڅرگندہ وسلہ والو کسانو لہ خوا د پاکستاني عسکرو پر درې پوستو باندې برید شوى دی چې پہ نتیجہ کې ٢٣ کسان وژل شوي او ١٣ نور عسکرټپیان شوي دي.

پہ دې پیښہ کې پہ وژل شوو کې د یوموټروان ترڅنگ ١٥ عسکر ہم شامل دي ۔

بلې خواتہ د چارشنبې پہ ورځ ( د فبروري لومړۍ) د مارگټ پہ سیمہ کې دوو نورو کسانو مړي مندل شوي دي خوتراوسہ يې پیژندلگوي نہ ده شوې۔

پہ کوټه کې د سرحدي عسکرو د ویاند پہ وینا چې د غہ کسان ھغہ څوک دي چی تیرہ شپہ له برید وروستہ د سرحدي عسکرو د ډزو پہ نتیجہ کې وژل شوي دې۔

بلې خوا تہ د بلوڅ آزادې غوښتونکي ډلې بلوچ لیبریشن آرمی ویاند میرک بلوڅ له یوہ ناڅرگندہ ځايه د تيلې فون په کرښه د خبرو پر وخت د دغې پېښې پړه په غاړه واخيسته.

د ویاند پہ وینا چې دوی دا برید د سشنبه پہ شپہ پہ کراچۍ کې د شوې ھغہ پیښې پہ ځواب کې کړې ده .

د کراچۍ په پېښه کې د بلوچستان اسبملۍ د غړي صاحبزادہ بختیارډومکي میرمن او لور وژل شوي وو.

د بختیار ډومکې میرمن د بلوڅ سردار نواب محمد اکبر خان بگټي لمسۍ او د بلوڅ آزادي غوښتونکي مشر نوابزادہ براہمداغ بگټي خور وہ۔

د یادونې وړ ده چې نواب اکبرخان بگټي د پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د حکومت پہ وخت کې پہ بلوچستان کې د پوځي عملیاتو پرمهال وژل شوى و.

ورته مطالب