روسيې او چين په امنيت شورا کې د سوريې پرېکړه ليک وېټو کړ

سوريه د انځور حقوق AP
Image caption روسيې او چين ويل د وېټو کارونې دليل يې دا دی چې د پرېکړه ليک منځمپانګه بې انډوله وه.

روسيې او چين په امنيت شورا کې هغه پرېکړه ليک وېټو کړی چې عربي ټولنې او لوېديځو هېوادونو يې ملاتړ کاوه، او په سوريه کې يې د زورزياتي پېښو او د واکمن نظام ځينې تګلارې غندنه کوله.

روسيې او چين د وېټو کارونې خپل دليل د پرېکړه ليک منځپانګه کې بې انډولي په ګوته کوله.

دا په داسې حال کې چې لوېديځ حکومتونه وايي دغه ګام به د سوريې حکومت نور وهڅوي چې د ځپنې او زورکارونې خپله تګلاره روانه وساتي.

رايه ورکونه په داسې حال کې يو يا دوه ساعته وځنډول شوه، چې روسيې هڅه کوله د پرېکړه ليک مسوده کې د بدلونو لپاره ملاتړ راغونډ کړي.

روسان بيا هم د يو سياسي بدلون لپاره د عربانو د پلان په اړه خوښ نه وو، چې امنيت شورا پرېکړه ليک پرې هوکړه کړې ده.

دوی وايي دغه پرېکړه ليک يوه حل لاره تپي. دوی د ليکنې داسې ژبې غوښتنه هم کوله چې د وسله والو مخالفانو او هم د سوريې د پوځ غندنه وکړي.

په ملګريو ملتونو کې د امريکا سفيرې سوزان رايس وويل د وېټو کارونې يې د حکومت کرکه راپارولې، خو دروسيې سفير ويټالي چورکين پر پرېکړه ليک د بحث پايلو پړه د امنيت شورا پر داسې غړيو واچوله چې په وينا يې پر سوريه خپله اجنډا تپي:

"په امنيت شورا کې مو په فعال ډول د يوې داسې حل لارې راکتلو هڅه وکړه چې بې پرې وي او په ريښتينې توګه د تاوتريخوالي سملاسي پای او سوريه کې د سياسي پرمختګ په راوستو کې مرسته وکړي.

د امنيت شورا پرېکړه بايد همداسې وي، ځکه له بده مرغه د هغوی په ګډون چې د دغه مېز شاوخوا ناست دي، د نړيوالې ټولنې ځينو اغېز لرونکيو غړيو د سوريې کړکېچ له هماغه پيل نه د سياسي روغې جوړې فرصت زيانمناوه او د رژيم بدلون يې غوښت."

روسيې او چين د امنيت شورا پرېکړه ليک په يوه داسې ورځ وېټو کاوه چې د بشار الاسد ځواکونه په کې د لسګونه خلکو په وژلو تورن دي.

په امنيت شورا کې له وېټو کارونې وروسته د نهيلۍ ځواکمنې خبرې وشوې.

په دغې شورا کې د بريتانيا استازي مارک ليال ګرانټ وويل روسيې او چين په يوه داسې ورځ عربي نړۍ ته شا کړه، چې په سوريه کې واکمن نظام د وژنې خپل ماشين چالان ساتلی دی:

"په متن کې داسې څه نشته چې د وېټو لامل شي.

موږ هره شونې پلمه لرې کړه. واقعيت دا دی چې روسيې او چين نن خپله لار غوره کړه چې له مخې يې عربي نړۍ ته شا کړه او د سوريې وګړيو روا هيلو پر ځای يې د زرواکۍ ملاتړ وکړ.

دوی د امنيت شورا د دايمې غړيو په توګه خپلو مسوليتونو کې پاتې راغلي دي، او دوی دا کار د سوريې د وژونکي ماشين د ځپنې ۳ سوه ورځو په تر ټولو شرمناکه ورځ وکړ."

دا د سوريې په اړه يو پرېکړه ليک دوهم ځل وېټو کونه ده، او دا د ډيپلوماټيکو هلو ځلو لپاره چې د روان کړکېچ يو سوله ييز حل پياوړی کړي، يو ګوزار هم و.

په همدې مهال د سوريې دننه د وژنو په اړه بېلابېل راپورنه وکړل شوي.

مخالف فعلان وايي د سوريې درېيم لوی ښار حمص پر يوې برخې بمبارۍ کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او له پلازمېنې دمشق سره نژدې سيمو په ګډون له نورو ځايونو هم د تاوتريخوالي راپور ورکړل شوی دی.

د سوريې حکومت پر حمص د بمبارۍ خبره په کلکه رد کړې، او پر مخالفانو يې تور لګولی چې غواړي په امنيت شورا کې پر بحث اغېز لپاره د تاوتريخوالي پېښو دروغ خبرونه خپاره کړي.

خو د حمص بمبارۍ راپورونو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې غوسه ناک غبرګونونه راپارولي دي.

په قاهره، کويټ، اتن، برلېن او لندن کې د قهرجنو احتجاجيانو له لوري د سوريې پر سفاروتو بريدونه شوي او په نورو ځايونو کې بيا مظاهرې شوې دي.

په تونس کې اعلان شوی چې د سوريې سفير يې شړلی، او عربي ټولنې پر خپلو نورو غړيو غږ کړی چې پر همدې پل پل کېږدي.

ورته مطالب