د بلوڅانو پر حالت کانګرس کمېټې غونډه وکړه

بلوچستان د انځور حقوق ap
Image caption په بلوچستان کې گڼ شمير کسان تري تم شول چې خلک يې پړه پر پوځ اچوي

په ظاهره اندېښنه څرګنده کړې ده، خو دا لومړی وار و چې د کانګرس دبهرنيو چارو د کمېټې دغه غونډې د انساني ټولنو لسګونه غړي، بلوڅ مشران او د سيمه ييزو چارو څېړونکي راغوښتي ول.

دغونډې د مشرتوب چارې د جمهوري غوښنونکي کانګرسۍ ډانا روهرا بوچرپه لاس کې وي.

وينا کوونکو اکثره د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ کاوه.

په پاکستان کې د بشري حقونو د څارني نيويارک مېشتي ټولنې مشر علي ديان حسن په بلوچستان کې خرابېدونکى حالت بيان کړ.

د ده په راپور کې ګڼ شمېر تورونه ول چې په بلوچستان کې د انسان او بشري حق د اسلام اباد واکمنو او ای ايس ای تر ټولو زيات تېرى کړى دى.

علي ديان حسن که څه هم د بلوچستان د خپلواکۍ په خبره کې بې پلوه ښکاره کوله خو غوښتل يې چې اسلام اباد دي د بلوڅانو حق وپېژني.

د پوځي چارو څېړونکی رالف پېټر دغه کمېټې ته په پاکستان او سيمه کې د امريکا د تګلارې په نيمګړتياو اود بلوڅو او پښتنو په ځانګړتياو اوږدې خبري وکړې.

ويل يې چې دا پر امريکا نه ده تړلې چې ښه او بد دې سره بېل کړي امريکا بايد له هغې لارې څخه کار واخلي چې ګټه يې پکې وي. د ده له قوله پاکستان هيڅکله له امريکا سره سم نه دی چلېدلی.

رالف پېټر د امريکا له سرکاره د بلوڅو د خپلواکۍ ملاتړ غوښت.

رالف پيټر ويل هغه څوک چې وايي زه بلوڅ يم او غواړم چې خپل راتلونکی په خپله وټاکم.

امريکا سرچپه دپاکستان ملاتړلې ده چې د ده له بيانه پر بلوڅانو ظلمونه کوي او په قول يې پاکستان د ترهګرو په سمبالښت او پرورښت کې لوی لاس لري.

ويل يې چې پاکستان نه د امريکا نه د بلوڅو اونه د نورو محکومو مليتونو دوست دی.

د ده په وينا پاکستان بلوچستان لاندې کړي او بلوڅان هيڅکله په خپله خوښه د پاکستان سره نه دي يوځای شوي.

ده له امريکايي سرکاره غوښتل چې د بلوڅانو د ازادۍ په جنګ کې دې ورسره ودريږي.

د بلوچستان د خپلواکۍ د غورځنګ يوه وياند احمر مستي خان د کانګريسيانو د بهرنيو چارو د کميټې دغه غونډه د بلوچستان د ازادۍ په جنګ کې ارزښتمنه بلله.

موږ ريپيبليکنيانو او ډموکراتانو دواړو ته کور ودانۍ وايو چې د داسي خلکو ملاتړ ته يې راودانګل چې د ده په خبره ډله ييزه وژنه يې روانه ده.

ويل يې چې موږ د دې ورځې دپاره کلونه کلونه شپه او ورځ پر ځان يوه کړې وه.

احمر مستي خان همدارنګه ادعا کوله چې پاکستان د بلوڅو او پښتنوګډ دښمن دی او په ګډه يې بايد ورسره مالومه کړي.

ده همدارنګه ويل چې دا جنګ نه لنډ دی او نه اسانه خوکېده يې پر دوی تړلي دي.

د ويلو وړ ده چې پاکستان بلوچستان خپله نه بېلېدونکې سيمه بولي.

دغه سيمه چې د طبعيي زېرمو له خوا بډايه ده ملتپالې ډلې له لويه سره د اسلام اباد د واکمنو سره نه وې جوړي.

خو دا خرابې اړيکي هغه وخت ښه پر بدو واوښتې چې په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د اسلام اباد پوځي واکمن پروېز مشرف په بلوچستان کې د پوځي عملياتو امر وکړ.

په دغه جنګ کې د بلوڅو پېژندلی مشر نواب اکبر بوگټي د خپلو ۳۵ ساتونکو سره يو ځای پاکستاني لښکرو وواژه.

وروسته د تايدو شويو راپورونو له مخي په دغه ايالت کې تر درې نيم سوه زيات يوازي سياسي فعالين نيول شوي او وروسته يې مړي ميندل شوي دي.

د دغو نيونو تور هم په پاکستاني پوځ لگيدلى وو.

تر مشرف وروسته که څه هم د اسلام اباد ملکي حکومت په بلوچستان کې د اصلاحاتو د راوستنگ سامانه کړې ده خو بلوڅان اوس هم د پاکستان پر نيت شکمن دي.

په امريکا کې د بلوڅو ملپالو مشرانو دا هم ويل چې سږ کال په دوبي په واشينګټن کې د پښتنو سره د ملګرتيا په نيت د يوې لويي غونډې نيت هم لري.

ورته مطالب